fbpx

د پي ټي ایم یو بل مخکښ غړی حنیف پښتین نیول شوی دی

خبریال وېبپاڼه /۵ جولای ۲۰۱۹ – د خیبر پښتونخوا د بنو پولیسو تور پورې کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر حنیف پښتین د دوو تنو نورو ملګرو سره د چاپې پر مهال په پولیسو ډزې کړي او یو پاکستانی سرتیری یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د پولیسو مشر دا تور د یوې خبري غونډې پر مهال وکړ دوی وویل( د پي ټي ایم ) په مخکښ مشر حنیف وزیر پښتین باندې یو شمېر تورونه وو نو له همدې امله تېره ورځ د پښتین په کور پولیسو چاپه وهلې وه او په مقابل کې پرې پښتین ډزې کړي دي، خو بیا یې هم درې واړه نیولی دي.

د دغې سیمي پولیسو په حنیف وزیر پښتین تور پورې کړی دی چې نوموړي دوو هغه ملګرو ته پنا ورکړې وه چې د ترهګرۍ په نوم پېژندل شوي وو.

له دغې خبري کنفرانس وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فسبوکه پاڼه باندې په ژوندۍ بڼه راښکاره شو هغه د پي ټي ایم پر مخکښ غړي حنیف وزیر پښتین باندې لګېدلي تورونه ټول بې بنسټه وبلل .

منظور پښتین وویل، پر حنیف پښتین تېر کال د بنو د غونډې وروسته پرچه کټ شوې وه چې په نتیجه کې یې هغه “دوه ځلې زنداني شو او بیا په ضمانت خوشې شوی وو.

منظور پښتین وايي، د بنو پولیسو مشرانو په روژه کې حنیف پښتین ته یو لیک ورکړی وو چې پکې یې ورته ویلي ول چې ژوند ته یې “شدید ګواښ” ورپېښ دی نو ځکه دې د خپلې ساتنې لپاره لاس په کار شي.

منظور پښتین ویلي تر اوسه یې د حنیف پښتین سره هیڅ اړیکه نه ده نیول شوې چې اصلي کیسه څه ده؟

منظور یو ځل بیا په پاکستاني ریاست تور پورې کړ چې د شپې پر مهال یې د پښتنو په کورونو چاپې وهل بیا پيل کړي دي چې تېره شپه سې ښه مثال د حنیف پښتین په کور چاپه وهل ښه مثال وو.

منظور پښتین په خپلو څرګندونو کې وویل اکثره وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو باندې مخ پټي خلک چاپې وهي. نوموړی زیاتوي مونږ د تشدد خلک نه یو، مونږ ترهګر نه یو ، مونږد ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوو او مونږ ته دې ریاست د درغو قضیې نه جوړوي.

منظور په وروستیو کې وویل ریاست دې د پښتنو په کورونو او د دوی په غړو چاپې ودروي. او د دې پر ځای دې یو کس وټاکي او موږ ته دې ووايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلانکی کس مو په کار دی، زه به یې په خپل لاس ورته وسپارم.

Your SEO optimized title page contents