fbpx

فتوا: مسلمانان دې حج ته له تګ بايکاټ وکړي

خبريال وېبپاڼه \ ٥ جولايي ٢٠١٩: د لېبيا هېواد مشر مفتي صادق الغارياني يوه نوې فتوه خپره کړې ده، چې پکې يې ويلي دي چې د حج او عمرې څخه راټولې شوې پېسې د سعودي عرب حکومت د نورو مسلمان هېوادونو د مسلمانانو د وژنې لپاره کاروي. الغارياني وايي: ((کومې پېسې چې خلک د حج او عمرې له لارې د سعودي عرب حکومت ته ورکوي، د سعودي عرب حکومت هغه پېسې د نورو مسلمان هېوادونو پر ضد د ناوړه کارونو لپاره کاروي.))

په دې فتوه کې دا هم ويل شوي دي، چې هه خلک چې مخکې يې حج يا عمره کړې ده او هغوى بيا هم سعودي عرب ته حج يا د عمرې لپاره ځي، نو دا کار يې په ثواب کې نه، بلکې په ګناه کې شمارل کېږي.

له دې مخکې د اخوان المسلمون يوه مفتي يوسف القرضاوي هم په يوه فتوه کې د نړۍ له ټولو مسلمانانو غوښتنه کړې وه چې هغوى دې د حج او عمرې لپاره سعودي عرب ته نه ځي. القرضاوي ويلي و، الله پاک ته ستاسو د حج اړتيا نشته، اصل کوم کار چې يې تاسې ته سپارلى دى هغه د هغه د مخلوق په کار راتلل دي.

هغه ويلي و: ((مسلمانان دې په حج او عمره د پېسو مصرفولو پر ځاى وږو ته ډوډۍ ورکړي، له ناروغو سره دې مرسته او د هغوى درملنه وکړي او د بې کوره خلکو لپاره دې کورونه جوړ کړي، ځکه د الله پاک په نزد د پېسو په دا ډول کارول له حج او عمرې ډېر بهتر دى.))

هغه زياته کړې وه: ((د نورو انسانانو سره مرسته به تاسو ته د کعبې شاخوا له طوافه زيات سکون درکړي او له دې سره به تاسو روحاني سکون هم ترلاسه کړئ.))

همدا راز د تيونس ديني عالمانو هم د دغه هېواد له مشر مفتي څخه غوښتنه کړې ده، چې د حج او عمرې لپاره د خلکو سعودي عرب ته د تګ مخه دې ونيسي او په دې اړه دې يوه فتوه خپره کړي. د تيونس د ملايانو د ټولنې يوه غړي فېصل الشعور له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې سعودي عرب په سيمه ييز جنګ کې له هېوادونو سره نښته دى او د حج او عمرې په لړ کې بايد هغوى ته د جنګ لپاره پېسې ورنکړل شي.

الشعور په دې اړه زياتوي، چې کومې پېسې د حج او عمرې له لارې د سعودي عرب حکومت ترلاسه کوي، هغوى د غريبو مسلمانانو لپاره نه کاروي، بلکې د خلکو د وژنې او د خلکو د کورونو د ورانولو لپاره کارول کېږي، لکه څنګه چې اوس په يمن کې همدا حالت روان دى.

هغه همدا راز وايي، چې د تيونس ولس دې حج او عمرې ته له تګ پرېکون اعلان کړي او دا پېسې دې دلته په غريبو خلکو باندې مصرف کړي او د دوى سره دې مرسته وکړي، چې له لوږې او نورو ستونزو څخه خلاص شي