fbpx

د سلمان خان بيا زندان ته د تګ ويره

خبريال وېبپاڼه / ۶ جولايي ۲۰۱۹: د هندي فلمونو نوموتي ستوري سلمان خان ته تېر کال د اپريل په مياشت کې د هند د راجستان ایالت يوې محکمې په ۱۹۹۸ کې د (هم سات سات هین) فلم پر مهال د نایابه نسل تورې هوسۍ په ښکار د ۵ کاله زندان تېرولو او د ۱۰ زره هندي روپيو جريمې سزا اورولې وه.

کله چې محکمې سلمان خان ته جزا واوروله، نو هغه سم له واره ونيول شو او زندان ته ولېږل شو چې ۲ ورځې يې په زندان کې تېرې کړې، خو د زندان ته له تګ سره سم نوموړي د راجستان ايالت په يوه بله محکمه کې د خپلې سزا پر وړاندې په ضمانت د خوشې کولو غوښتنه وکړه، چې يادې مکمې په ۲۰۱۸ اپريل مياشت کې د هغه ضمانت ومانه او د هغه له زندانه د خوشې کولو امر يې وکړ.

همدا راز د ۲۰۱۸ په مۍ مياشت کې د همدې دوسيې په لړ کې سلمان خان په خپله محکمې ته وړاندې شو او له محکمې يې غوښتنې وکړه چې له هېواده د بهر تلو اجازه دې ورکړي، محکمې هم ورته د فلمونو د ثبت لپاره له هندوستانه بهر د تلو اجازه ورکړه او د راروان يو کال لپاره يې محکمې ته له وړاندې کېدو هم مبرا کړ.

خو اوس يو ځل بيا محکمې د سلمان خان د دوسيې پر مهال د هغه راتګ لازمي کړی دی او ويلي يې دي چې ور نه شي کولای چې محکمې ته حاضر نه شي، بلکې هر ځل چې د هغه د دوسيې په اړه محکمه ناسته کوي، هغه به پکې ګډون کوي او که په راروانه ناسته کې يې ګډون ونکړ، نو محکمه به يې ضمانت ختم کړي.

که چېرته محکمه د سلمان خان ضمانت ختم کړي، نو سلمان خان یو ځل بيا هم زندان ته تللی شي.

د ټايمز آف انډيا د راپور تر مخه، د نایابه تورې هوسۍ د ښکار په دوسيه کې محکمې د جولايي ۴ څلورمه نېټه ناسته وکړه، چې دغه ناستې ته سلمان خان محکمې ته حاضر نه شو. د راپور تر مخه سلمان خان باید په هر حالت دغه ناستې ته حاضر شوی وای، خو د هغه محکمې ته د نه راتګ له امله د هغه وکيلانو محکمې د هغه له د بخښنې ورقه جمع کړه.

خو د محکمې قاضیان په دې سخت غوسه شو او د سلمان خان وکيلانو ته يې وويل چې په راروانه ناسته کې دې هغه په هر حالت کې محکمې ته حاضر شي. که چېرته سلمان خان په راروانه ناسته کې محکمې ته حاضر نه شو نو د هغه ضمانت به ختم کړل شي.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، که چېرته د سلمان خان ضمانت ختم شي، نو هغه یو ځل بيا د زندان تورو تمبو شاته تللی شي. خو ويل کېږي چې سلمان خان د محکمې په راروانه ناسته کې حتمي ګډون کوي، چې د ستمبر په مياشت کې به ترسره کېږي.

د يادونې وړ ده چې په همدې دوسيه کې سلمان خان د ۵ نه تر ۷ اپريل ۲۰۱۸ پورې په زندان کې و، همدا راز له ۱۹۹۸ څخه بيا تر ننه پورې نوموړي ۲۰ ورځې په زندان کې تېرې کړي دي.

د نایابه تورې هوسۍ د ښکار په دې دوسيه کې شل کاله مخکې د سلمان خان تر څنګ سېف علي خان، تبو، سونالي باندری او نيلم نومونه هم شامل و، خو محکمې بيا یوازې سلمان خان د دوه نایابه تورو هوسيو په ښکار تورن کړ او سزا يې ورته واوروله.