fbpx

پاکستان کې له بلوڅو او پښتنو وروسته کشميريان هم غداران شو

خبريال وېبپاڼه / ۶ جولايي ۲۰۱۹: د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمير په راولاکوټ سيمه کې ځايي پوليسو د لبريشن فرنټ ډلې يو شمېر مشران زندان ته اچولي دي، چې د هغوی د راخوشې کولو لپاره خلکو لاريون کاوه، چې پوليسو د لاريونوالو پر ضد هم د غدارۍ او بغاوت دوسيه جوړه کړې ده.

دا ځل په پاکستان کې د بلوڅو، پښتنو او اېم کيو اېم وروسته د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمير خلک هم غداران، بغاوت کوونکي او خاينان شولو، چې پاکستان يې اوس زندانونو ته اچوي.

د کشمير لبريشن فرنټ مشر سردار صغیر خان ایډوکېټ او یو شمېر نورو کسانو پر ضد په راولاکوټ پوليسو تاڼه کې دوسيه درج شوې ده. هغه وايي چې د دوی پر ضد د بغاوت مقدمه کول د ملګرو ملتونو د قراداد سره ټوکې دي. هغه هم دا راز وويل چې د دوی پر ضد مقدمې درجول د ازادۍ پر ضد دي او دا د پاکستان د ايين خلاف هم دي.

هغه همدا راز وايي، چې د دوی پر ضد چې ځايي پوليسو کومې مقدمې جوړې کړي دي، دا په اصل کې د پاکستان د طاقتورې استخباراتي اېجنسۍ په وينا شوي دي، ځکه چې ځايي پوليس تش په نوم پوليس دي.

هغه وايي چې د دوی د کشمير سيمه د درې هېوادونو تر ولکې لاندې ده، چې هندوستان، پاکستان او چين هېوادونه دي او موږ له درې واړو هېوادونو څخه خپلواکي غواړو. هغه زياتوي چې د دوی له سيمې به د پاکستان پوځيان هم ووځي، د هندوستان هم او د چين سره چې زموږ د سيمې کومه برخه ده، هغه به هم موږ ته راکوي.

هغه وايي چې کشمير، ګلګت او بلتستان د دوی سيمه ده او دوی د هېڅ هېواد سره يو ځای نه پاتې کېږي، ځکه ټول هېوادونه يوازې د دوی په شته و پسې راغلي دي او د دوی ژوند يې له تباهۍ سره مخ کړی دی.

د يادونې وړ ده چې يادې ډلې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د پاکستان پر ضد پراخ لاریونونه کړي دي او د پاکستان پر ضد يې نعرې وهلي دي. دوی وايي چې پاکستان دې يې له سيمې څخه ووځي.

Loading...