fbpx

د پاکستاني عسکرو په کومک طالبان له امنيتي ځواکونو سره جنګېدلي

خبريال وېبپاڼه / ۶ جولايي ۲۰۱۹ – ننګرهار: د ډېورنډ په کرغېړنه کرښه وسلوالو طالبانو له افغان امنيتي ځواکونو سره نښته کړې ده چې ويل کېږي ۷ وسله وال طالبان او دوه افغان امنيتي ځواکونه پکې وژل شوي دي. ځايي خلک وایي چې له وسلوالو طالبانو سره پاکستاني عسکر هم په يوه کتار کې جنګېدل.

د سرحدي لومړۍ لوا قومندان جنرال محمد ایوب حسېن خيل رسنيو ته وويل چې تېره شپه د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند غوړکي سيمه کې د ډېورنډ کرغېړنې کرښې ته څېرمه د افغان سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې ۷ وسلوال طالبان وژل شوي دي او همدا راز ۵ تنه نور هم ټپيان شوي دي. هغه زياتوي چې په دغه نښته کې يو سرحدي پوليس هم په شهادت رسېدلی دی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په خپل ټويټر اکاونټ د دې نښتې پخلی کړی دی او ويلي يې دي چې وسلوالو طالبانو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځواکونو دوه پوستې نيولي دي او ګڼ شمېر افغان ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د سيمې خلکو بيا د خبريال ډاټ کام همکار ته ويلي دي چې د افغان امنيتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښته شوې ده، خو له وسلوالو طالبانو سره پاکستاني عسکر هم اوږه په اوږه جنګېدل او وسلوالو طالبانو د همدوی په مټ له افغان امنيتي ځواکونو سره جګړه کوله.

د يادونې وړ ده چې د ډېورنډ کرغېړنې کرښې په اوږدو کې ډېری ځل ورته نښتې شوې دي، خو ډېری مهال د ډېورنډ کرښې له ها غاړې پاکستاني عسکر هم هڅه کوي چې د خپلو تاسيساتو لپاره په کرښه جنګ وکړي، همدا لامل دی چې د خوست او نورو ولايتونو په اوږدو کې زياتره وخت ځايي خلک هم د پاکستاني عسکرو پر وړاندې جنګېږي او تل يې د پاکستاني عسکرو شوم هدفونه خنډ کړي دي.