fbpx

په تخار او هرات ولایت کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېبپاڼه / ۶ جولای ۲۰۱۹ – تېره شپه افغان ځانګړو
ځواکونو له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دا عملیات د بهارک ولسوالۍ د قلبرس، قبرقاضي، قره هندو، شیخ علي، پیکپ تپه، اسحاق بېک او مسجد سفېد سیمه کې ترسره شوي چې په نتیجه کې دا ټولې سیمې له وسله والو طالبانو په بشپړه توګه پاکې شوې او وسله والو ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

په دغو عملیاتو کې د خواجه غار ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو مهم مشران او مرستیالان یې هم وژل شوي، خو د کورنیو چارو وزارت یې شمېر نه دی خپور کړی چې په دې عملیاتو کې ټول څومره تلفات اوښتي دي؟

دغه راز په هرات ولایت کې بیا تېره شپه یو شمېر وسله والو طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی وو چې په پایله کې د امنیتي ځواکونو له ځوابي برید سره مخ شوي
او کلکه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت وایې په ځوابي، دفاعي برید کې د یو مهم قومندان په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور وسله وال ټپیان شوي دي.

له ځوابي برید او مرګ ژوبلې وروسته یو شمېر وسله وال له یادې سیمي په تېښته بریالي شوي، خو د افغان ځواکونو په ډله کې یې هم ۳ سرتیري وژلي دي.

د یادولو ده د تخار او د هرات پېښو په تړاو لاهم وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي .