fbpx

د فحش نڅا نامتو سندرغاړې نکي مناج سعودي عرب کې کنسرټ کوي

خبريال وېبپاڼه \ ٦ جولايي ٢٠١٩: په تېرو څو کلونو کې په سعودي عرب کې ډېر بدلونونه راغلل، په لومړي ځل په دغه هېواد کې له سينماګانو څخه بندېز ليرې شو او د فلمونو نندارې ته وړاندې کولو لپاره اجازت ورکړل شو. همدا راز د ښځو په موټر چلونې باندې بندېز ختم شي او په لومړي ځل په دغه هېواد کې د فېشن اونۍ هم ولمانځل شوه.

نه یوازې تر دې پورې، بلکې د محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ وژن تر مخه اوس به په سعودي عرب کې ښځې په عامو ځايونو کې دندې هم ترسره کوي. همدا راز څنګه چې يو ځای ښځو ته د سړو سره د خبرونو ويلو اجازه ورکړل شوه، همداسې په سعودي عرب کې لومړۍ تياتر اداکاره هم راپېدا شوه.

په روان کال کې د سعودي عرب په پنځه زره کلن پخواني ځای کې د موسيقۍ کنسرټ جوړ شوی و، همدا راز د سعودي عرب په جده ښار کې د نایټ کلبونو جوړېدو خبرونه هم راغلي دي.

اوس تازه خبر دا دی چې د فحش نڅا مشهوره امريکايي سندرغاړې نکي مناج راروانه مياشت په جده ښار کې کنسرټ ترسره کوي. نړيوالې رسنۍ وايي چې سعودي حکومت د نکي مناج په جده ښار کې د کنسرټ پخلی کړی دی او ويلي يې دي چې امريکايي سندرغاړې نکي مناج به د جولايي په ۱۸مه نېټه خپل کنسرټ وړاندې کړي.نکي مناج ٤

ويل کېږي چې نکي مناج د فحش نڅا، د همجنس بازۍ پر لور ترغیب کوونکې شاعرۍ، لوڅ لفظونو او لوڅ بدن سره په سټېج باندې کنسرټونه وړاندې کوي.

په راپور کې زيات شوي دي، چې په ٢٠١٢ کال کې په ګريمي اېوارډ غونډه کې نکي مناج په ډېرو لږو کاليو کې له هلکانو سره يو ځاى په سټېج نڅا وکړه، چې عيسايانو په هغې سختې نيوکې وکړې او نکي مناج يې په دې ورټله چې ولې داسې لوڅې نڅاوې کوي.

همدا راز په اروپا او امريکا کې تل په نکي مناج دا نيوکې کېږي چې فحاشي خوروي او ځوانان او پېغلې يې د فحاشۍ په لور ترغيب کړي دي.

د اى اېف پي د راپور تر مخه، په سعودي عرب کې د نکي مناج د کنسرټ له اعلان وروسته ځايي خلکو ګډې وډې تبصرې کړي دي، که يوې خواته ځوانانو په دې سخته خوشحالي کړې ده، نو بلخوا ښځو په دې نيوکې کړي دي. همدا راز ځايي ادارې ښځو ته بيا دا هم ويلي دي، چې په دغه کنسرټ کې دې په پوره شرعي کاليو کې ګډون وکړي.نکي مناج ١

يوې ښځې په دې اړه ويلي دي، چې په کنسرټ کې به يوه سندرغاړې فحشا خوروي، خو حکومت ښځو ته وايي چې په پرده کې دې کنسرټ ته راشئ، دا خو نو ډېره عجيبه خبره ده.

په دې کنسرټ کې به له نکي مناج پرته د امريکا ډي جى سټيو اوکى، برېتانوي سندرغاړى ليام پاين او نور سندرغاړي هم ګډون کوي. همدا راز دا کنسرټ به د امريکايي ټلويزون اېم ټي وي تر څنګ په برېتانيه کې هم يو شمېر ټلويزيونونه ښکاره کوي.

په دې کنسرټ کې ترر ١٦ کالو کم عمره کسان ګډون نه شي کولاى، همدا راز په شراب يا هم بل کوم نشه يي مواد راوړل هم منع دي. همدا راز کومې ښځې چې په دې کنسرټ کې ګډون کوي، د سعودي عرب د قانون سره سمه پرده به کوي او د ښځو لپاره به ځان ته ځاى جوړېږي.

نکي مناج په ٢٠٠٧ کال کې سندرې پيل کړې او له پيل راهيسې يې نيمه لوڅ ويډيوګانې او فحش سندرې جوړولې، چې له همدې امله په ټوله نړۍ کې مشهوره شوه او ځوانانو سخته زياته خوښه کړه. هغه ٣٦ کاله عمر لري او تر دې مهاله پورې يې په ٣٠٠ سندرو کې ګډون کړى دى.نکي مناج ٢

د يادونې وړ ده چې نکي مناج به له کنسرټ نه يوه ورځ مخکې سعودي عرب ته لاړه شي.

Loading...