fbpx

د زلزلې پر مهال هم وياندويانو خبرونه روان وساتل، ويډيو وګورئ

خبريال وېبپاڼه \ ٦ جولايي ٢٠١٩ – کيليفورنيا: په ټلويزيون دوه ويانديانو په ژوندۍ بڼه خبرونه ويل چې په دغه مهال کې زلزله شوه او زلزله پرلپسې اوږدېده، خو دواړو له خپلو چوکيو د پاڅېدو هڅه ونکړه او پرلپسې يې خپل خبرونه روان وساتل، تر هغې چې دمه يې واخيسته. د زلزلې د مهال د خبرونو دغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو زياته خپره شوې او خلکو خوښه کړې ده.

د امريکا په کيليفورنيا ايالت کې په تېرو دوه لسيزو کې تر ټولو خطرناکه زلزله راغلې ده، دا زلزله چې ٧.١ زوروره ريکارډ شوې ده، خو دې زلزلې چاته ځاني توان نه دى رسولى، مګر سرکونه، تعميرونه، پلونه او نور ډېر څه يې خراب کړي دي، خو په داسې وخت کې هم ځينې داسې پېښې وليدل شوې چې خلک ورته په داد ورکولو مجبوره شو.

په دې اړه په ټولنيزو رسنيو ډېرې ويډيوګانې خپرې شوې. په يوه ويډيو کې ليدل کېږي چې دوه وياندويان په ژوندۍ بڼه خبرونه وايي او د خبرونو په منځ کې د زلزلې جټکې پيل شوې، خو دواړو خپل حواس له لاسه ورنکړل او د زلزلې پر مهال يې هم خپلو خبرونو ته دوام ورکړ.

د ويډيو په پاى کې ليدل کېږي چې د زلزلې جټکې پرلپسې ډېرېږي او هېڅ د ودرېدو نوم نه اخلي، په داسې مهال کې هم د ټلويزيون وياند خپل حواس له لاسه نه ورکوي او خبرونه په نيمايي کې نه پرېږدي، بلکې کله چې يو خبر بشپړ کړي، نو بيا له ښځې وياندې سره په شريکه د دمې اعلان وکړي. همدا راز څنګه چې سړى د دمې اعلان وکړي، نو ښځه ويانده د مېز لاندې کېني.

ډېرى مهال په ټلويزيونونو کې د ژوندۍ خپرونو يا هم د خبرونو پر مهال په ډېرى هېوادونو کې زلزلې راغلي دي، چې ځينې يې ثبت او په ټولنيزو رسنيو بيا خلکو ډېر لاس په لاس کړي هم دي.

Loading...