fbpx

په ولسي ځايونو کې د ښځو پر حجاب بندېز ولګېد

خبريال وېبپاڼه \ ٦ جولايي ٢٠١٩: د تيونس هېواد حکومت په ولسي ځايونو کې د ښځو پر حجاب باندې بندېز ولګاوه، تر دې وروسته به هېڅ مېرمن ونه شي کولاى چې په تيونس هېواد کې په ولسي ځايونو کې په حجاب کې وګرځي.

د نړيوالو خبري اژانسونو د راپورونو تر مخه، د تيونس هېواد لومړي وزير په خپل يو تازه خپور کړي فرمان کې ويلي دي، چې له دې وروسته په ولسي ځايونو کې ښځې حجاب نه شي کولاى، د ښځو په حجاب سخت بندېز ولګېد.

راپور کې زيات شوي دي، چې د ښځو په حجاب باندې بندېز په دغه هېواد کې د وروستيو ځانمرګو بريدونو نه وروسته لګول شوى دى. هغوى وايي چې د امنيت لپاره حکومت دا ګام پورته کړى دى.

د لومړي وزير په فرمان کې راغلي دي، چې هېڅ ښځه په دفتر، تعليمي اداره او يا هم په بازار او شاپنګ سنټر کې خپل مخ نه شي پټولاى، هېڅ له دې وروسته د مخ د پټولو اجازه نه لري.

بلخوا په تيونس هېواد کې د وروستيو ځانمرګو بريدګرو په اړه عيني شاهدانو ويلي دي، چې هغوى خپل مخونه پټ کړي و. خو د تيونس د کورنيو چارو وزير وايي، چې ځانمرګو بريدګو ځکه ځانونو ته چاودنه ورکړه، چې څوک يې ونه نيسي.

که څه هم په دې کار سره ډېرى خلکو خوښي څرګنده کړې ده او دا يې د امنيت په برخه کې ښه ګام ګڼلى دى، نو بلخوا يو شمېر خلکو دا کار غندلى هم دى او ويلي يې دي چې دا د خلکو په مذهبۍ ازادۍ کې ګوتې وهل دي.

همدا راز په برېتانيه، افريقايي او ځينو اسيايي هېوادونو کې هم په ولسي ځايونو کې د ښځو په حجاب يا هم په مخ پټولو بندېز دى او که چا داسې کار وکړ، نو له قانوني کړنو سره به مخ کېږي. په ډېرى ځايونو کې دا کار بيا د انساني حقونو ټولنو له خوا د خلکو د مذهبي او شخصي ازادۍ خلاف ګڼل شوى دى.

Loading...