fbpx

پاکستان کې د غېرت په نوم ورور د خور ژوند واخيست

خبريال وېبپاڼه \ ٦ جولايي ٢٠١٩ – کراچۍ: په پاکستان کې تازه د غېرت په نوم يو ورور خپله خور وژلې ده او بيا له کوره تښتېدلى دى، ويل کېږي دغه ورور هغه کس هم ويشتى دى، چې يې پرې شک درلود، خو هغه اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې د غېرت په نوم يو ځل بيا يوه نجلۍ ووژل شوه، د کراچۍ په قايد اباد سيمه کې يو ورور په خپله خور شک درلوده او خپله ١٨ کلنه خور يې ووژله، همدا راز خپل ګاونډي يې هم ټپي کړى دى.

د قايد اباد ٢٢ کلن مرتضى خپله ١٨ کلنه خور وژلې ده. د ځايي پوليسو په وينا، چې هلک په خپله خور شک درلود چې د هغه له ګاونډي سره يې اړيکې درلودې. د هلک په خپله خور دا شک ورځ تر بلې زياتېده او اخر هم د جولايي په ٦مه نېټه يې سهار وختي خپله خور په تمانچه وويشتله او د هغې ژوند يې ختم کړ.

ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي دي، چې د هلک مور و پلار دا نه مني چې ګني د هغوى لور خپل ورور وژلې ده. هغوى په خپل ګاونډي باندې تور لګولى دى، چې د دوى کور ته ورغلى او د دوى لور يې وژلې ده او بيا تښتېدلى دى.

بلخوا د دغه کورنۍ ګاونډي د کريم په نوم هلک په خپله په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او د هغوى کورنۍ وايي، چې د نجلۍ ورور مرتضى په داسې وخت کې ويشتى دى، چې کله کريم بهر د يوه دوکان مخې ته ناست و.

ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي دي، چې د نجلۍ ورور مرتضى خپله خور وژلې او خپل ګاونډي کريم يې ټپي کړى دى او له هغه وروسته تښتېدلى دى. پوليس وايي د تورن کس پلټنه کوي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان د غېرت په نوم ډېرې پېښې ترسره کېږي، خو زيات وخت له رسنيو څخه پټې ساتل کېږي. تېره ورځو کې يوه سړي خپل زوى په دې خاطر وژلى و، چې هغه ويل چې د دوى کړه وړه د هيجړاګانو په څېر دي.