fbpx

حامد مير پاکستاني استخباراتو ته: راشئ ما هم زندان ته ولېږئ

خبريال وېبپاڼه \ ٦ جولايي ٢٠١٩: په پاکستان کې د نامتو خبريالانو پر ضد په ټولنيزو رسنيو يو کمپاين پيل شوى دى، چې دا خبريالان د پاکستان خاينان دي او دا بايد په دار وځړول شي. دا کمپاين د داسې اکاونټونو له خوا ډېر کېږي، چې په پروفايلونو باندې يې د پاکستاني پوځيانو انځورونه لګولي وي.

د پاکستان د جيو ټلويزيون نامتو خبريال حامد مير په خپل ټويټر اکاونټ باندې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې په هغې کې يې ويلي دي، چې راشئ او ما هم زندان ته ولېږئ.

حامد مير وايي، چې د معلومو خلکو له خوا ورته دړکې ورکول کېږي او داسې ورته ښودل کېږي چې د خبريالانو ليسټ جوړ شوى دى او دا خلک به ټول زندان ته اچول کېږي. خو هغه وايي چې زه څه جنرال پروېز مشرف خو نه يم چې د زندان له ويرې به له پاکستانه وتښتم، بلکې زه هر څه ته مخامخ ولاړ يم او ما دې زندان ته ولېږي.

همدا راز د پاکستان يوې بلې خبريالې عاصمه شېرازي ته هم له نامعلومه شمېرو څخه زنګونه ورځي او هغې ته د مرګ ګواښونه کېږي. ياد ټيليفونونه حامد مير ته هم ورځي، خو هغه وايي چې ماته ښه معلومه ده چې دا زنګونه د چا له خوا نه راځي.

حامد مير په خپله يوه مرکه کې ويلي، چې د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې ځينې کسان داسې دي، چې هغوى په زوره غواړي چې پاکستان تباه کړي. هغه تېره ورځ هم په خپله مرکه کې ويلي و، چې موږ په دې هېواد کې ازاد او خپلواک نه يو، بلکې دلته موږ له سختې بدې غلامۍ سره مخ يو.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د ټلويزيونونو تر څنګ پاکستانى پوځ او استخبارات خلکو ته په ټولنيزو رسنيو هم دړکې ورکوي او په دې تور يې د غلي کولو هڅه کوي، چې تاسې د پاکستان خلاف يئ. په دې لړ کې پاکستاني پوځ لوى لوى ټيمونه جوړ کړي دي، چې د هغوى کار يوازې په ټولنيزو رسنيو د مشهورو خلکو پر ضد تبليغات کول دي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ او استخبارات د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد هم پراخ دروغژن تبليغات روان کړي دي، همدا راز د غورځنګ د سر سر کسان بې ګناه نيسي او بيا پرې د ترهګرۍ تورونه لګوي.

د پاکستاني پوځ او استخباراتو له خوا پاکستاني خبريالانو ته د مرګ ګواښونه کول او د هغوى پر ضد په ټولنيزو رسنيو منفي تبليغات کول د مدني فعالانو او خبريالانو له خوا غندل شوي دي او دا کارونه ټول د بدمعاشۍ سره تعبير شوي دي.

Loading...