fbpx

پنجاب بیا په غزني کې د تنکیو ماشومانو سپېڅلې وینه وبهوله

خبريال وېبپاڼه / ۷ جولايي ۲۰۱۹ – کابل: د پنجاب باروتو یوځل بیا په غزني ښار کې تنکي ماشومان وسوځول ، هغه ماشومان چې سهار یې د ښوونځي بکسونه په شا کړل او د هیواد د یوې روښانه راتلونکې په نیت له کورونو وخوځېدل .

د پنجاب لاس پوڅو ترهه ګرو طالبانو یوځل بیا پر افغان ماشومانو جهاد وکړ .‌داسي‌پاکه او سپېڅلې وینه یې تویه کړه چې ښايي له هر څاڅکې سره یې ملایکو هم ژړلي وي .
د پنجاب ملیشو ترهه ګرو طالبانو داسي‌افغاني میندي وژړولې چې هره اوښکه یې ښايي د طالب د ابدي بربادۍ ښیره کړې وي .
د اولیاوو ښار غزني کې نني ترهه ګر برید یوازي او یوازي ددې لپاره وشو چې طالب خپله ترهه ګره څېره یوځل بیا ولس ته وروښيي .
طالبان غواړي چې د پاکستان په امر او غوښتنه واړه او تنکي ماشومان ووژني .
تر دې وړاندي د کابل ترهه ګر برید ا اوس په غزني کې ترهه ګر برید ددې ښکارندويي کوي چې نور طالبانو په جبهه يي جګړه کې میدان بایللی دی .
پاکستاني ترهه ګرو اوس بیا د عامو افغانانو د وژلو لپاره راوتلي‌دي .
که څه هم ظالم ګاونډي به نن زموږ پر وینو ښه شونډي ټپولې وي ،خو په لویه کې دا جهاد چې نن د پنجاب لاس پوڅو ترهه ګرو طالبانو وکړ باید په پنجاب کې شوی وای .
بلکه نه باید د پنجابي دښمن ماشومان هم ونه وژل شي .

څه کول په کار دي ؟

لمړی خو دافغانستان ولسمشر پ،هول په کار دي چې نور دا دسولي‌له دروغجنې پروسې نه پر شا شي‌او ددغې پروسې نه بایکاټ وکړي.
دوهم باید طالب زندانیان اعدام کړل شي او د هر برید په بدل کې دوی ته د اعدام لس جنازې ورواستول شي .
دریم باید د‌طالبانو لپاره ځانګړې پوځي‌محاکمې جوړي شي‌چې تر نیول کېدو وروسته باید په یوه اونۍ کې د دار تر تختې وخېژول شي .
ولسمشر غني باید په زغرده اعلان وکړي چې تر څو طالب ترهه ګرو اوربند نه وي کړی باید د دوی دفتر په قطر کې بند کړل شي .

ولسمشر غني باد نور د یوه نارینه ولسمشر په څېر له ترهه ګرو طالبانو سره له خبرو ډډه وکړي او د حکومت دا ډډه کول به تر هه ګر غوټ مات کړي .
نور طالبان ترهه ګر باید اعلان شي او له هر زنداني سره یې باید د ترهه ګري محاکمه چلند وکړي .

لیکوال : نور ګل کټوازی

Loading...