fbpx

ولسمشر: طالبانو یو ځل بیا بې ننګه عمل ترسره کړ

خبریال وېبپاڼه / ۷ جولای ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غزني ولایت کې پر موټر بم برید ژوره خواشیني ښودلې او ویلي دي وسله والو طالبانو یو ځل بیا بې نننګه عمل ترسره کړ.

نن د سهار پر مهال وسله والو طالبانو په غزني کې د ملي امنیت ریاست پر یوه کنډک د موټر بم برید په پایله کې تر ۱۷۹ پورې کسان ټپیان او ۱۲ تنه نور یې شهیدان کړ.

د وسله والو طالبانو له لورې په ننني موټر بم برید کې د غزني ښار دریمې حوزې اړوند د شامیر په ښوونځي کې ۳۶ زده کوونکي ټپیان شوي هم دي.

ولسمشر دغه برید په کلکو ټکو وغنده او وایې طالبانو چې د دغه زشت او بې ننګه عمل مسوولیت ومانه او پر ملکي وګړو په ځانګړي ډول معصومو کوچنیانو او عامه تاسیساتو یې برید وکړ، یو ځل بیا یې له افغانانو سره خپله ښکاره دښمني ثابته کړه او دغه کار یې بشري جنایت ګڼل کېږي.

ولسمشر وایې طالبانو په دې برید سره وښوده چې عمل او خبرې یې جدي تناقض لري. په داسې حال کې چې په قطر کې مذاکرات کوي،خو په افغانستان کې هره ورځ خپل لاسونه د بې ګناه وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او کوچنیانو په وینو لړي.

ولسمشر غني زیاته کړه: طالبان باید پوه شي، چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول پر کوچینانو د برید په ترسره کولو سره د سولې په مذاکراتو کې امتیاز نشي تر لاسه کولای.