fbpx

اردن هېواد په انلاين ګېم (پب جي) بندېز ولګاوه

خبريال وېبپاڼه / ۷ جولايي ۲۰۱۹: اردن هېواد په ټوله نړۍ کې زيات مشهور او خطراک ګېم يا لوبه پب جي (PUBG) باندې بندېز ولګاوه، وايي چې دا ګېم يا لوبه به ولس باندې منفي اغېز کوي.

د نړيوال خبري اژانس اې اېف پي د راپور تر مخه، پب جي د نړۍ يو تر ټولو مشهور انلاين ګېم يا لوبه ده، چې خلک پکې په ناپېژانده ځايونو کې پر نورو بريدونه کوي او هغوی وژني.

د اردن د مخابراتو او ټېکنالوژۍ دولتي ادارې په دې اړه خلکو ته له مخکې څخه خبرداری ورکړی و، چې د پب جي ګېم يا لوبه په خلکو منفي اغېز کوي او له دې ځان ليرې ساتئ، همدا لامل شو چې اوس د اردن حکومت هم د دغه ګېم یا لوبې پر کولو بندېز ولګاوه.

تر دې وړاندې په پب جي ګېم باندې په عراق، نېپال او د هند په ګجرات ايالت او همدا راز د انډونيزيا په آچی ولايت کې هم بندېز لګول شوی دی او په دغه هېوادونو او ايالتونو کې اوس څوک دې ګېم ته لاسرسی نه شي پېدا کولای.

په مۍ مياشت کې د چين هېواد د ټېکنالوژۍ لوی شرکت (ټينسنټ) د دې ګېم يا لوبې د نورو برخو جوړول ودرول او د دې ګېم له اپډېټ څخه يې هم لاس واخيست او د دې ګېم د کاروونکو لپاره قريباً همدې ته ورته یو بل ګېم جوړ او وړاندې کړ.

د يادونې وړ ده چې په اردن هېواد کې هم د پب جي ګېم مينه والو بېخي ډېر دي او ان په دولتي ادارو کې هم خلک دا ګېم ډېر کوي، چې حکومت څو ځل خلک په دولتي ادارو کې د کار پر مهال له دې ګېم کولو څخه منع کړي هم و.

په دغه هېواد کې د نفسياتو پوهانو څو څو ځل خلکو ته په دې اړه ويلي و چې دا ګېم په خلکو کې، بلکې په ځانګړې توګه په ځوانانو کې تشدد او بدمعاشۍ ته وده ورکوي. د هغوی په وينا ځوانان چې دا ګېم کوي نو بيا يې جنګونو او نښتو ته مخه ډېره کېږي او دا هر څه ورته اسانه ښکاري او خوند ترې ترلاسه کوي.

Loading...