fbpx

د طاقتور پاسپورټونو په ليسټ کې جاپان لومړى او افغانستان؟

خبريال وېبپاڼه \ ٧ جولايي ٢٠١٩: د هينلى پاسپورټ انډيکس له خوا بيا د ټولې نړۍ د پاسپورټونو تازه احوال خپور شوى دى، چې کوم پاسپورټونه ډېر طاقتور يا ارزښتناک دي او کوم پاسپورټونه کمزوري دي. دا ځل سنګاپور او جاپان لومړى مقام لري، خو پوهېږئ چې افغانستان او ګاونډي هېوادونه يې په کوم مقام کې ځاى لري؟

هېنلى پاسپورټ انډيکس هر کال د پاسپورټونه ليسټ خپروي، په اصل کې دا په دې ترتيب خپرېږي چې د کوم هېواد په پاسپورټ يو څوک ډېرو هېوادونو ته پرته له ويزې سفر کولاى شي، دا په همدغه ترتيب سره جوړ شوى ليسټ دى.

د تېر کال په څېر سنګاپور سږ کال هم په لومړي مقام دى او ورسره جاپان هم لومړى مقام خپل کړى دى، د دې دواړو هېوادونو اوسېدونکي کولاى شي چې پرته له ويزې څخه ١٨٩ هېوادونو ته سفر وکړي.

همدا راز ساوت کوريا، جرمني او فنلېنډ بيا هغه هېوادونه چې په دغه ليسټ کې دويم مقام لري او د دې هېوادونو اوسېدونکي کولاى شي چې ١٨٧ هېوادونو ته پرته له ويزې سفرونه وکړي.

ډنمارک، اټاليه او لګزمبرګ بيا هغه هېوادونه دي چې د دې هېوادونو خلک ١٨٦ هېوادونو ته پرته له ويزې سفر ترسره کوي. همدا راز افغانستان بيا په ١٠٩ مقام دى چې د افغانستان خلک کولاى شي ٢٥ هېوادونو ته پرته د ويزې له ترلاسه کولو څخه سفر وکړي.

همدا راز هند په ٨٦ مقام کې ځاى لري، چې هنديان ٥٨ هېوادونو ته پرته له ويزو سفر کولاى شي، بنګله دېش بيا ١٠١ مقام باندې دى او ٣٩ هېوادونو ته يې اوسېدونکي پرته له ويزو تللى شي، پاکستان بيا ١٠٦ مقام لري او ٣٠ هېوادونو ته يې اوسېدونکي پرته له ويزو تللى شي.

همدا راز تاجکستان بيا ٨٧، ازبکستان ٨٨، ازربايجان ٧٨ او کرغزستان ٨٢ ځاى لري. د امريکا متحده ايالات ٦، برېتانيه ٦، کاناډا ٦ او اسټراليا په نهم مقام دي.

Loading...