fbpx

پاکستان کې په ١٠ کلنه ماشومه جومات کې تېرى شوى

خبريال وېبپاڼه \ ٧ جولايي ٢٠١٩ – هريپور: په پاکستان کې يوه بله زړه بوږنوونکې پېښه ترسره شوې ده، هغه دا چې په يوه جومات کې دننه له لس کلنې ماشومې سره په زور جنسي تېرى شوى دى.

دا پېښه د خېبر پښتونخوا په هريپور سيمه کې پېښه شوې ده د ډيوه راډيو د خبر تر مخه، پوليسو وايي چې په دغه تور کې يې د دوه کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده او يو کس يې نيولى هم دى.

د لس کلنې نجلۍ کورنۍ پوليسو ته شکايت کړى، چې دغه نجلۍ په جومات کې د قرآن پاک زده کړه کوله او د ملا امام په کوټه کې ورسره دوو کسانو جنسي تېرى کړى دى، چې وقاص او قمر نومېږي او دواړه د مدرسې قاريان دي. پوليس زياتوي، چې دغه ماشومه ملا امام خپلې  کوټې ته لېږلې وه، تر څو هلته لوښي ووينځي، خو دغه دوه کسان ورته له مخکې په کوټه کې ناست و او له ماشومې سره يې تېرى کړى.

پوليسو تر دې مهاله پورې د ملا امام په اړه څه نه دي ويلي چې ايا ملا امام هم په دې پېښه کې لاس لري او که نه، خو وايي کومو دوه کسانو چې له دغې لس کلنې ماشومې سره تېرى کړى، هغه دواړه قاريان دي او په دغه مدرسه کې ماشومانو ته ديني زده کړې ورکوي.

ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي دي، چې د کورنۍ له مقدمې وروسته يې په دغه کسانو کې يو نيولى او بل ترې تښتېدلى دى چې پوليسو يې پلټنه روانه کړې ده. د پوليسو مشر وايي چې نجلۍ له تېري وروسته دغه دواړو کسانو ويرولې وه چې په کور کې به هېڅ حال نه وايي.

پوليس زياتوي چې د نجلۍ عمليات يې ترسره کړي او په هغې کې ثابته شوې ده چې له دغه ماشومې سره جنسي تېرى شوى دى. د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې له تېر څه وخت راهيسې له ماشومانو نجونو او هلکانو سره د جنسي تېريو پېښې ډېرې شوې دي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

څه ورځې مخکې په اېبټ اباد کې له دې هم وړې ماشومې سره خپل ګاونډي جنسي تېرى کړى و او بيا تښتېدلى و. همدا راز هم په اېبټ اباد کې څه موده مخکې يوه پېښه رامنځ ته شوې وه، چې يو هلک ځانوژنه کړې وه او وروسته معلومه شوې وه، چې له هغه سره ځينو کسانو جنسي تېرى کړى و او د هغه لوڅې ويډيوګانې يې جوړې کړې وې او بيا به يې پرې هغه بلېک مېل کاوه.

همدا راز نورې ډېرې پېښې هم رسنيو ته راووتلې چې خلک يې ولړزول، خو د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې ټولنې وايي، چې حکومت دې چارې ته هېڅ پاملرنه نه کوي او دا پېښې ورځ تر بلې زياتېږي. هغوى وايي چې ډېرى داسې پېښې د شرم له امله پټول کېږي هم. هغوى له کورنيو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

Loading...