fbpx

په افغان پاسپورټ څومره هېوادونو ته پرته له ويزې تللى شئ؟

خبريال وېبپاڼه \ ٧ جولايي ٢٠١٩: افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه دى چې له تېرو څو لسيزو راهيسې يې ارامه ورځ نه ده ليدلې او هره ورځ پکې د جنګونو سرې لمبې بلې دي، که څه هم په خبريال ډاټ کام کې به مو راپور لوستى وي، چې د پاسپورټونو په لحاظ کوم هېواد مخکې او کوم وروسته دى، چې په هغه ليسټ کې د افغانستان پاسپورټ ١٠٩ مقام درلوده او د هينلى انډيکس په وينا چې په افغانستان پاسپورټ ٢٥ هېوادونو ته پرته له ويزې سفر کېداى شي.

خو دلته موږ هغه هېوادونه ستاسو لپاره راغونډ کړي دي، چې تاسې کولاى شئ په افغان پاسپورټ ورته پرته له ويزې سفر وکړئ، يا هم چې يادو هېوادونو ته ورسېږئ، نو په هماغه ځاى کې درته په پاسپورټ ويزه لګوي او خپل هېواد ته د ننوتلو اجازه درکوي.

په نړۍ کې ٦ هېوادونه داسې دي چې که افغان پاسپورټ ولرئ نو د هغه هېوادونو ويزې ته اړتيا نه لرئ، پرته له ويزې تاسې کولاى شئ چې د دغه هېوادونه سفرونه ترسره کړئ. په دې کې ډومينيکا هېواد کې ٢١ ورځې، هيتي هېواد کې ٣ مياشتې، ميکرونيشيا هېواد کې ٣٠ ورځې او ساينټ وينسينټ اېنډ دي ګريناډاينس هېواد کې ١ مياشت وخت تېرولى شئ. همدا راز د سموا هېواد بيا د ٦٠ ورځو پرمټ او د سيشالز هېواد بيا د ٣ مياشتو پرمټ درکوي. همدا راز د مصر هېواد ته هغه افغانان بې ويزې تللى شي، چې يا يې له ٥٠ کالو عمر زيات وي او يا هم له ١٦ کالو يې عمر کم وي.

همدا راز ١١ هېوادونه نور داسې دي، که تاسې وغواړئ چې هغې ته سفر وکړئ نو تاسې ته د ويزې اخيستلو لپاره هېڅ منډې ترړې نه دي پکار، بلکې کله چې هم د يادو هېوادونو پولې ته يا هوايي مېدان ته ورشئ او نو په افغان پاسپورټ درته په هماغه ځاى کې ويزه درکوي او کولاى شئ چې يادو هېوادونو ته ننوځئ.افغان پاسپورټ لپاره کومو هېوادونو ته ويزه لازمه ده

په دغه هېوادونو کې کېپ ويرډي ٣ مياشتې، کوموروس ٤٥ ورځې، ماداګاسکر ٩٠ ورځې، مالديپ ٣٠ ورځې، موريتانيه، موزمبيق ٣٠ ورځې، پالاو ٣٠ ورځې، سوماليه ٣٠ ورځې، تيمور ليسټي ٣٠ ورځې، ټوګو ٧ ورځې او ټووالو هېواد تره بيا د يوې مياشتې لپاره ويزه درکوي چې د دغه هېوادونو چکرې پکې وهلى شئ. همدا راز ګيني بيساو، روانډا او يوګانډا هېوادونه هم په سرحد يا هوايي مېدان کې ويزه درکوي.

همدا راز ١٣ نور داسې هېوادونه هم شته، چې د هغه هېوادونو لپاره تاسو ته ويزه اخيستل لازمي دي، خو د هغوى ويزه د نورو هېوادونو په پرتله تاسې په اسانۍ اخيستلى شئ. ځکه دغه هېوادونو تاسې ته انلاين ويزه درکوي، کله چې هم وغواړئ يادو هېوادونو ته سفر وکړئ، نو د دوى انلاين ويزې ته اپلاى وکړئ او هغوى به درته د ايمېل له لارې ويزه راولېږي او د هغې په مرسته بيا تاسو کولاى شئ چې يادو هېوادونو ته سفرونه وکړئ.

په دې هېوادونو کې انتيګوا اېنډ باربوډا ٣٠ ورځې، بينين، ايوري کوسټ، جيبوټي ٣١ ورځې، ايتوپيا ٩٠ ورځې، ګبون، کرغزستان، ليسوتهو، قطر، ساينټ کيټس اېنډ نيويس، ساوتيمي اېنډ پرينسيپاپي، زامبيا او زمبابوې هېوادونه شامل دي، چې تاسې يې انلاين ويزې ترلاسه کولاى شئ.

ياده ليکنه کې يوازې د هغه معلوماتو يادونه شوې ده، چې په افغان پاسپورټ باندې کومو هېوادونو ته څه ډول سفر کولاى شو، د لا ډېرو معلوماتو لپاره دلته کليک وکړئ او د ټولو هېوادونو بشپړ معلومات ترلاسه کړئ، چې افغان پاسپورټ لرونکى ورته د تګ لپاره د ويزې اړتيا لري او که نه.

Loading...