fbpx

هندۍ فلمي ستورې د يو کس کتل له جنسي تېري سره برابر کړي

خبريال وېبپاڼه \ ٧ جولايي ٢٠١٩ – ممبۍ: د هندي فلمونو نوموتې ستورې ايشا ګپتا د يوه هوټل مالک انځورونه په ټولنيزو رسنيو خپاره کړي دي او ويلي يې دي چې دغه کس ورته په دې نه کتل چې دا ګني فلمي ستورې ده، بلکې داسې يې ورته کتل لکه يو وږى سړى چې ښځې ته ګوري. هغه وايي چې د هغه په کتلو يې داسې فکر وکړ چې جنسى تېرى ورسره کېږي.

نوموړې د دغه هوټل مالک انځور په خپل ټويټر باندې خپور کړى دى او ورسره يې ليکلي دي، چې دې سړي راته داسې وکتل، چې ما فکر وکړ څوک راسره جنسي تېرى کوي.

د هوټل د دغه مالک نوم روهيت وګ دى، ايشا ګپتا د هغه په اړه ليکلي دي، چې دا هغه څوک دى چې فکر کوي ټوله شپه يوې ښځې ته کتل او د هغې تنګول د ده په نزد ښه کار دى، دې سړي ماته لاس نه دى راوړى او نه يې هم له ماسره څه کړي دي، خو د ده کتل ډېر خطرناک و.

د دې کس ماته کتل داسې نه و لکه زما مينه وال چې وي، يا چې زه يوه فلمي ستورې يم، بلکې دې ماته يوازې په دې کتل چې زه يوه ښځه يم، ايا موږ دلته خوندي يو؟ ايا ښځه کېدل يو جرم دى؟

ايشا ګپتا دا هم وويل، چې که چېرته په دې هېواد کې د دې په څېر ښځه هم ځان خوندي نه ګڼي، نو نورې ښځې به په دې هېواد کې ځان څنګه خوندي وګڼي؟ هغه وايي تر دې پورې چې زما شاوخوا امنيتي کسان ول، خو له هغه پرته هم ما داسې فکر وکړ چې له ما سره جنسي تېرى کېږي. نوموړې د هوټل مالک له خنزير سره تشبيه کړ.

دغه فلمي ستورې په پرلپسې څو ټويټونو کې وايي، چې د روهيت وګ په څېر خلکو له لاسه ښځې په هېڅ ځاى کې ځان غوندي نه ګڼي، تا چې ماته څنګه کتل او څنګه دې زما په وجود کې سترګې خښې کړې وې، دا زما لپاره هېڅ کله هم د منلو وړ نه ده.

Loading...