fbpx

سرچینې: په وردګو کې جنرال سکاټ مېلر له طالبانو سره لیدلي

خبریال وېبپاڼه / ۷ جولای ۲۰۱۹ – یو شمېر سرچینو خبر ورکړی چې وسله والو طالبانو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په مذاکزاتو کې پرېکړه کړې چې د جګړې ارامولو لپاره باید دواړه لورې قومندانان د جګړو پر میدان له یو بل سره وګوري.

د همدې پرېکړه وروسته طالبانو ته ځیني نږدې سرچیني وایې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په میدان وردګو ولایت کې له یو شمېر مخکښو وسله والو طالبانو سره لیدلي دی.

د وسله والو طالبانو سره د جنرال سکاټ مېلر په لیدنه کې ویل کېږي چې د شپنیو عملیاتو په بندولو بحث شوی دی خو دا هرڅه له رسنیو پټ شوي او نه امریکا او نه هم طالبانو یې په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

میدان وردګ هغه ولایت دی چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ پکې جګړو زور اخیستی دی چې دواړه لوري پکې هر وخت ګڼ شمیر تلفات ګوري.

په میدان وردګو ولایت کې د مخامخ جګړو ترڅنګ افغان هوایې ځواکونه د بهرنیو ځواکونو په ملتیا په وسله والو طالبانو شپني هوایې بریدونه هم کوي چې په نتیجه کې یې په لسګونه وسله وال طالبان وژل کېږي.

خو د میدان وردګ ولایت اوسېدونکي له هوایې بریدونه ناهیلي دي، دوی وایې په شپنیو عملیاتو کې د وسله والو پر ځای د دې ولایت په لسګونه ولسي وګړي هم شهیدان شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې هم له یوې اوونۍ راهیسې پیل شوي او ورسره په څنګ کې به د قطر بین الافغاني ناسته هم پیل شي او دوه ورځې به دوام وکړي

Your SEO optimized title page contents