fbpx

امریکایانو په بګرام کې په لسګونه جریبه ځمکه غصب کړې

خبریال وېبپاڼه / ۸ جولای ۲۰۱۹- د مشرانو جرګې غړي وايي، امریکایانو په بګرام کې د خلکو لسګونه جریبه ځمکه غصب کړې او د خپلو اډو د پراخوالي او د نویو تاسیساتو پر جوړېدو یې کارونه پیل کړي دي.

د دغې جرګې غړي وایې که چېرته په رښتیاهم امریکا له افغانستانه وځي نو د خلکو پر ځمکو دې تاسیسات نه جوړوي ځکه د بګرام ترڅنګ په لسګونه جریبه ځمکې د ملکي خلکو دې.

د مشرانو جرګې د سناترانو پر وینا که چېرته امریکا په رښتیا هم له افغانستانه وځي بیا نو نویو ودانیو او تاسیساتو ته هیڅ اړتیا نشته دوی دې کارونه بېرته ودروي.

د مشرانو جرګې د غړو وړاندې د سیګار مشر هم ویلي وو، چې د وتلو له ګنګسو سره هممهاله په افغانستان کې د تاسیساتو جوړول د اندېښنې وړ دي.

اوس نو د سیګار غړي او د مشرانو جرګې سناترانو په دې شکي دي چې په رښتیاهم امریکا له افغانستانه وځي کنه او ولې د تګ ترڅنګ خپل تاسیسات او ودانۍ پراخوي د دوی پر وینا ښایې د امریکایانو نیت بېل وي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې له افغانستانه امریکايي ځواکونه باسي، خو دلته قوي استخباراتي حضور خوندي ساتي.

ټرمپ وایې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له ۱۶ زرو نه ۹ زرو ته راټیټ کړی دی او لاهم په دې هڅه کې دی چې دا شمېره نوره هم راټیټه کړي.

امریکا هغه هېواد دی چې له ٢٠٠٢ کال څخه تر اوسه پورې د افغانستان په امنیتي او دفاعي برخو څه دپاسه ٨۴ میلیارده ډالر لگولي او لاهم په افغانستان کې په زرګونه پوځیان لري.

دغه راز د افغانستان په روانه ۱۸ کلنه جګړه کې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکایي عسکر وژل شوي دي، خو لا هم امریکا نه ده بریالۍ شوې، چې دلته د ترهګرۍ جرړې ختمې کړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.