fbpx

په جلال اباد ښار کې یوې چاودنې څلور تنه ټپیان کړي

خبریال وېبپاڼه / ۸ جولای ۲۰۱۹ – نن شاوخوا لس نیمې بجې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ګمرک رياست اړوند د ساتونکو پر یو رينجر موټر د سړک غاړې چاودنه رامنځته شوې، چې له امله يې يو تن برسيرن ټپي شوی دی.

دغه پېښه ولایتي چارواکو تایید کړې او وایې چې چاودنه د ګمرک ریاست د ساتونکو په موټر شوې تلفات هم لري خو د مرګ ژوبلې شمېر به یې وروسته په ډاګه شي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وايي د چاودنې له ځایه څلور ټپیان روغتون ته وروړل شوي ، چې د یو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د پېښې له ځایه عیني شاهدان وایې چې چاودنه زوروه وه او ښایې مرګ ژوبله له دې هم ډیره وي ځکه په دغې سړک ملکیان هم د تېرېدو په حال کې وو.

د دغې پېښې مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی

له دې وړاندې د جون پر شلمه نېټه هم د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې د یوې چاودنې له امله یو ملکي وګړی شهید شوی وو او ۲۰ نور ټپیان شوي وو.

په ننګرهار ولایت کې ډیری وخت چاودنې د امنیتي ځواکونو او د چارواکو پر موټرو د چسپکي او نښلولو شویو ماینونو له امله رامنځته کېږي.

Loading...