fbpx

طالبان وايي پوهنتونو کې دې د هلکانو او نجونو زده کړې جلا شي

خبريال وېبپاڼه / ۸ جولايي ۲۰۱۹: په دوحه کې د بېن الافغاني مذاکراتو نه يوې سرچينې ازادي راډيو ته ويلي دي، چې د طالبانو استازي په دغه ناسته کې په دې ټينګار کوي چې په افغانستان کې دې په پوهنتونونو کې د هلکانو او نجونو زده کړيالانو ټولګي جلا جلا وي.

په دوحه کې د طالب استازو او افغانانو ترمنځ نن د خبرو دويمه ورځ ده او دا ځل په دغه ناسته کې د طالبانو له خوا ۱۷ کسانو هم ګډون کړی دی. حاجي دين محمد چې په دغه خبرو کې ګډونوال دی، وايي چې طالبان اوس د نجونو د زده کړو په اړه هېڅ نه وايي، اوس د دوی په دريځ کې نرمښت راغلی دی، خو هغه دا هم وايي چې طالبان د افغانستان په اوسني نظام کې ورګډېدل نه غواړي.

افغانانو او طالب استازو ترمنځ د دې بېن الافغاني خبرو هرکلی د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو هم کړی دی. همدا راز د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپل يو ټويټ کې ويلي دي، چې تر ټاکنو دوی ته سوله مهمه ده او په هر حالت به په افغانستان کې سوله راولي.

خو د غونډې له منځه کسان وايي چې طالب استازي په دې زور راوړي، چې په پوهنتونونو کې دې د هلکانو او نجونو زده کړې جدا کړل شي.

د يادونې وړ دا ده چې په قطر کې طالبان له امريکا سره هم د سولې خبرې کوي، چې دوه ورځې دمه پکې راغلې ده او همدا راز په دوحه کې طالب استازي له افغانانو سره خبرې کوي، خو پرون په غزني کې د طالبانو له خوا یو خونړی برید ترسره شوی و، چې بريد که ملي امنيت حوزې ته څېرمه شوی و، خو ولسي وګړو ته پکې پراخه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو تر مخه، په دغه چاودنه کې ډېره مرګ ژوبله د ښوونځيو زده کوونکو ته اوښتې ده.