fbpx

د ښځې په شا کولو منډه کې د ليتوينيا جوړې نوی ريکارډ جوړ کړ

خبريال وېبپاڼه / ۸ جولايي ۲۰۱۹: ايا کله مو داسې منډه ليدلې چې هر سړی خپله ښځه په شا کوي او بيا په منډه کې برخه اخلي، دا منډه چې پيل يې له فنلېنډ هېواد څخه شوی و اوس پکې د ډېرو هېوادونو بېلا بېل کسان ګډون کوي او هر کال يې ليدو ته هم ډېر خلک ورځي.

په فنلېنډ کې په دې منډه کې د ليتوينيا يوې جوړې بريا خپله کړه، د ښځې په شا او په سختو لارو د ۲۵۳.۵ ميټر په دې نړيواله منډه کې د ليتوينيا دغه جوړې بريا خپله کړه.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو تر مخه، ښځه په شا کول يا په اوږه کول او بيا په سختو لارو منډه وهل او دا ټولې لارې سر ته رسول، دا نړيواله مسابقه د فنلېنډ په هېواد کې ترسره شوه، چې پکې د اسټراليا، فرانسې او جرمني په ګډون له ډېرو هېوادونو څخه سړو او ښځو د جوړو په شکل کې ګډون کړی و.

په دې منډه کې خاوندان له ۱۷ کالو زيات عمر لرونکې او له ۴۳ کيلو څخه زيات وزن لرونکې خپلې ميرمنې په اوږه يا شا په شا کوي، او بيا په دغه منډه کې ګډون کوي. د دې په زړه پورې منډې پيل د فنلېنډ له يوې تاريخي کيسې څخه شوی دی، په دغه کيسه کې ډاکوان په کلي بريد کوي او د کلي اوسېدونکي خپلې ښځې په شا کوي او له کلي يې د خوندي ځايونو پر لوري وړي.

د ليتوينيا دې جوړې دا مسابقه په ۱ دقیقه او ۶.۷۲ ثانيو کې بشپړه کړه او نوی نړيوال ريکارډ يې هم په خپل نوم کړ. دوی د تېر کال له بريالۍ جوړې څخه په يوه ثانيه کې هم لږ ژر دغه هدف پوره کړ او نوی ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

د يادونې وړ ده چې د دې نړيوالې منډې پر مهال يوازې په هواره لار منډه نه دي وهل، بلکې په لاره کې ورته نور خنډونه هم جوړېږي، لکه د اوبو ډنډونه، خټې او نور شيان چې له دغه ټولو به وتل او هدف ته ځان رسول وي.