fbpx

عثمان خواجه د نړیوال جام سيالیو بهر شو

خبریال وېبپاڼه / ۸ جولای ۲۰۱۹ – د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پیلوونکی لوبغاړی عثمان خواجه د سویلي افريقا خلاف په لوبه کې د ټپ له کبله د نړیوال پاتې سياليو بهر شو.

خواجه د افريقا خلاف په تېره لوبه کې د ۳۲۶ منډو هدف په تعقيب کې په دریم پوزيشن توپ وهنې ته ښکته شو او په پنځو توپونو يې شپږ منډې جوړې کړې خو وروسته له ټپ سره مخ شو او د لوبې په نيمايي کې له ميدان بهر شو، د ۷ لوبغاړو سوځيدو نوموړی پداسې مهال چې اسټراليا ته د ګټلو په موخه ۵۰ منډې پاتې وې میدان ته راووت او دوولس منډو جوړولو وروسته د سويلي افريقا فاسټ بالر کيګسو رباډا لخوا وسوځید، اسټراليا یاده لوبه د لسو منډو په توپیر بایلوده.

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جسټېن لینګر ويلي چې نوموړی به د درې اوونۍ څخه نیولې تر څلورو اوونيو پورې له لوبډلې لیرې وي، خو نوموړي هيله څرګنده کړه چې په اګسټ مياشت کې پيليدوونکي اشيز سيريز لپاره به اماده وي.

عثمان خواجه د نړيوال جام په نهو لوبو کې برخه اخيستي وه او د دوو نيمه سلیزو په مټ يې ټولټال ۳۱۶ منډې جوړې کړي وې.

د عثمان خواجه په ځای لوبډلې ته ميتو واډ راغوښتل شوی دی، خو نوموړی اوسمهال د ای سي سي تخنيکي کميټې اپروول ته په انتظار دی، تر څو په لوبډلو کې د شاملیدو اجازه ترلاسه کړي.

بل خوا د اسټراليا کريکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړی مارک سټونيس هم په ورته سيالۍ کې د ځینو ټپونو سره مخ شوی دی او د هغه په ځای سر له اوسه ميچل مارش لوبډلې ته رابلل شوی دی، خو تراوسه ښکاره نده چې سټونيس به د انګليستان خلاف په سيمي فاینل لوبه کې برخه واخيستلی شي او کنه!، خو د نوموړي د لوبيدو يا نه لوبيدو پريکړه به راتلوونکي ۲۴ يا ۴۸ ساعتونو کې معلومه شي.

ميچل مارش هم د نړیوال جام د پيل وړاندې د ټپونو له کبله د نړیوال جام سيالیو څخه بهر شوی و چې په ځای يې پېټر هنډزکم ته په لوبډله کې ځای ورکړل شو.

د يادولو وړ ده چې اسټراليا کریکټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۹ کال نړیوا ل جام په سيمي فاینل لوبه کې د کوربه انګلیستان لوبډلې سره د راتلوونکي پنجشنبې په ورځ ميدان ته ښکته شي.

اسټراليا کریکټ ملي لوبډلې په روان نړیوال جام کې نهه سيالۍ ترسره کړي چې اووه يې ګټلي او دوه يې بايللې دي.

ياده د وي چې اسټرالیا کریکټ ملي لوبډله به روان نړیوال جام کې تر ډيره هڅه کوي چې د خپلې تيرې اتلولۍ څخه په پوره توګه دفاع وکړي.

يادې لوبډلې په ۲۰۱۵ کال نړيوال پنځوس اوریز جام سيالیو په پایلوبه کې نيوزيلینډ ته په ماتي ورکولو سره د يادو سيالیو اتلوالي ګټلي وه.

افغانستان هم د انګلستان په کوربتوب په ۲۰۱۹ کال نړيوال جام سيالیو کې د دوهم ځل لپاره ګډون کړئ و، خو ټولې نهه واړه سيالۍ يې بایلودې.

عزیزالله عزیز

Your SEO optimized title page contents