fbpx

د امریکا ښځینه لوبډلې د فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله

خبریال وېبپاڼه / ۸ جولای ۲۰۱۹ – څه د پاڅه یوه میاشت وړاندې د فرانسې په کوربه توب د ۲۴ ښځینه وو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام سیالۍ پیل شوې وې چې پرون یکشنبه د امریکا ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په اتلولۍ سره پایته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبې ته د امریکا لوبډلې سره د هالنډ ښځینه ملي لوبډلې لار پیداکړې وه، چې په دغې لوبه کې امریکا هالنډ ته د دوه ګولونو په ورکولو سره ماتې ورکړه.
او د څلورم ځل لپاره یې د نړیوال جام اتلولي وګټله.

د امریکا ښځینه ملي لوبډلې تر دې وړاندې په ۱۹۹۱، ۱۹۹۹ او ۲۰۱۵ کلنو کي د فوټبال نړیوال جام اتلولي ګټلې وه او تېره شپه یې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام هم وګاټه.

د فرانسې په کوربه توب د ښځینه وو په دې نړیوال جام کي ټولې۲۴ لوبډلي په ګروپي شکل ولوبیدلې، چي په یادو ۲۴ لوبډلو کي ۹ اروپايي، ۶ امریايي، ۵ آسیايي او درې افریقايي لوبډلي او یوه هم نیوزلینډۍ لوبډله برخه واله وه.

د ۲۰۱۹ کال د ښځینه وو ترمنځ په نړیوال جام کې غوره او ډېر ګولوهونکې لوبغاړې د امریکا لوبډلې څخه مګان راپينو او غوره ګول ساتونکې بیا د هالنډ هیواد څخه ساري فن ویندال ونومولو شو.

 

د امریکا فوټبال فدراسیون بیا د خپلې لوبډلې د اتلولۍ وروسته خپلې هرې یوې لوبغاړې ته ۲۵۰ زره امریکایې ډالره انعام ورکړ.

دغه راز د امریکا فوټبال لوبډلې له فیفا څخه هم ۴ میلیونه امریکایې ډالره انعام ترلاسه کړ.

Your SEO optimized title page contents