fbpx

افغان الف لوبډلې د بنګله دېش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / ۸ جولای ۲۰۱۹ ـ په داسې حال کې چې د بنګله دېش په الف لوبډله کې ۸ هغه لوبغاړي لوبېدل چې د بنګله دېش په ملي لوبډله کې لوبېدلي، خو بیا هم افغان الف لوبډلې ماتې ورکړه. په دې اتو لوبغاړو  عِمرالقیس، انعام الحق، ذاکر حسن، رقیب الحسن، عفیف حسین، تنبیر حیدر، سونزمول اسلام او کمرالاسلام ربي شامل و چې د تجربې باوجود یې بیا هم خپله لوبډله له ماتې و نه ژغورله.

د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ لومړنۍ څلو ورځنۍ لوبه چې د بنګله دېش په کهولنا ښار کې وشوه، افغانستان د ۷ ويکټو په توپیر لوبه وګټله.

د لوبې په پیلېدو سره افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه او بنګله دیش الف لوبډلې پخپله لومړنۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې انعام الحق ۱۲۱ ناسوځيدلې او عفیف حسن ۵۰ منډې وکړې.

د افغان توپ اچوونکو له لوري قیس احمد او یمين احمدزي درې ـ درې، نوین الحق ۲ او شرف الدين اشرف یوه وېکټه ترلاسه کړه او یو لوبغاړی په منډه وسوځېده.

افغان لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ په توپوهنه کې ۲۵۷ منډې جوړې کړې چې تر سيالې لوبډلې یې څلور منډې زياتې وې. د توپوهنې په برخه کې قیس احمد ۴۶ ناسوځيدلې، افسر ځاځي ۴۵، عثمان غني ۳۹، ابراهیم ځدراڼ ۳۷ او شرف الدين اشرف ۳۱ زیاتې منډې ترلاسه کړې.

بنګله دېش الف لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې چې عفیف حسین ۴۱ او عِمرالقیس ۳۴ منډې جوړې کړې. د افغانستان لپاره په توپ اچوونه کې قیس احمد ۷ ويکټې ترلاسه کړې، دغه راز یمین احمدزي، نوین الحق او شرف الدین اشرف یوه ـ یوه ويکټه واخیسته.

که څه هم په دویمه پاڼۍ کې عثمان غني په دوه منډو وسوځيده، خو ابراهیم ځدراڼ په ۷۶ منډو او لوبډلمشر ناصر جمال په ۵۹ منډو ناسوځيدلي پاتې شول او د ۷ ويکټو په توپیر یې په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې یې بنګله دیش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دویمه پاڼۍ کې بهیر شاه محبوب په ۲۰ منډو او شاهد الله کمال په ۱۵ منډو وسوځيدل.

قیس احمد چې په دواړو پاڼيو کې یې لس ويکټې واخیستې او په لومړي پاڼۍ کې په توپوهنه کې ۴۶ ناسوځيدلې منډې هم جوړې کړې وې؛ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

 

د یادونې ده چې له یادې لوبډلې سره به افغان الف لوبډله یوه بله څلور ورځنۍ او پنځه یو ورځنۍ (لیست اې) لوبې هم ترسره کوي.

Loading...