fbpx

سبا د نړیوال جام نیمه پایلوبې پیلیږي

خبریال وېبپاڼه / ۸ جولای ۲۰۱۹ – د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام د مۍ میاشتې پر ۳۰ مه نېټه پیل شوی دی چې دا مهال د جولای تر اتمې نېټې دا سیالۍ تر نیمه پایلوبو پورې رسېدلي دي.

په نړیوال جام سیالیو کې ټولې لس لوبډلې ولوبېدې چې له ډلې یوازې آسټرالیا، هندوستان، انګلستان او نیوزیلېنډ لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار پیداکړه.

دغه راز افغانستان، بنګله دېش، سریلانکا، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز او پاکستان لوبډلو د دې سیالیو په لومړي پړاو کې ډیرې سیالۍ بایلودې او له نیمه پایلوبو څخه پاتې شوې.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه به سبا د جولای پر نهمه نېټه د هند او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره شي ځکه چې هند د نمرو په جدول کې لومړی او نیوزیلینډ څلورم مقام لري، نو په همدې ترتیب لومړی او څلورم مقام لوبډلې سره نیمه پایلوبه کوي.

له دغې لومړنۍ نیمه پایلوبې وروسته به دوهمه نیمه پایلوبه د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ د کوربه انګلستان او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ ترسره شي. دا مهال د اسټرالیا لوبډله د نمرو په جدول کې دوهم او انګلستان دریم ځای لري.

دواړه نیمه پایلوبې به د افغانستان پر وخت د ورځې په دوه بجو پیل شي، چې په دغو نیمه پایلوبو کې به دوه لوبډلې پایلوبې ته لار پیداکړي.

د یادو سیالیو پایلوبه به د جولای میاشت په څوارلسمه نیټه په لارډز لوبغالي کې ترسره شي ،دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا پر وینا د نړیوال جام ګټوونکې لوبډله به څلور میلیونه امریکايي ډالرو نغدي جایزه هم ترلاسه کړي.

په ټوله کې د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو لپاره ټولټال لس میلیونه امریکایي ډالر ځانګړې شوي دي چې له دې جملې به یې څلور میلیونه امریکایې ډالره د جام ګټوونکي لوبډلې ته ورکړل شي.

د نړیوال جامونو په تاریخ کې اسټرالیا په ۱۹۸۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او په ۲۰۱۵ کلونو کې د دې جام اتلولي ګټلی دي او اوس هم په نیمه پایلوبه کې قرار لري.

دغه راز ویسټ انډیز بیا دوه ځلې په ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ میلادي کلونو کې د نړیوال جام سیالیو اتلولي ګټلي دي هند بیا د نړیوال جام اتلولي دوه ځلې په ۱۹۸۳ او ۲۰۱۱ کلونو کې ګټلې ده.

د یادولو ده پاکستان په ۱۹۹۲ او سریلانکا هم په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د دغه جام اتلوالی ګټلې دي.

Loading...