fbpx

په فراه کې د وسله والو طالبانو یوه زیرمه کشف شوې

خبریال وېبپاڼه / ۸ جولای ۲۰۱۹ – نن له غرمې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو د فراه ولایت د لومړۍ شمېرې پر لویه لاره د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او شنډ کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت په یوې خبر پانه کې ویلی دي چې په فراه ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دا مهمه زیرمه افغان ځواکونو کشف او ترلاسه کړې ده.

یاد وزارت وایې وسله والو طالبانو په فراه ولایت کې د همدې زیرمې په وسیله په افغان ځواکونو بیلابیل بریدونه ترسره کول،چې نن یې ورته له منځه وړې ده.

دغه راز د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز اړوند سیداباد کلي پر لاره څلور کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.

د چارواکو پر وینا دا ماینونه وسله والو طالبانو په لویه لار کې ځای پر ځای کړي وو،خو له چاودنو وړاندې شنډ او له منځه تللي دي.

له دې وړاندې افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په فاریاب ولایت کې هم د وسله والو طالبانو د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف کړې وه.

په کشف شوې زېرمه کې یو شمېر مهمات د یو شمېر ګولیو، سپکو او درنو وسلو، ماینونو او چاودېدونکي توکي موجود وو چې افغان ځواکونو ترې ترلاسه کړل.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

Loading...