fbpx

آیرلينډ د انګلستان خلاف د ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / ۸ جولای ۲۰۱۹ – نن د آيرلينډ کرکټ بورډ د انګلستان خلاف د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره څوارلس کسيزه لوبډله اعلان کړه.

ايرلينډ کریکټ ملي لوبډلې مشر سليکټر انډريو وايټ وويل چې لوبډله کې يې تجربه کاره لوبغاړي اخيستي او دوی غواړي چې د انګلستان څخه دغه تاريخي ټيسټ لوبه وګټي.

د ایرلینډ په څوارلس کسيزه لوبډله کې شامل لوبغاړي دادي (لوبډلمشر) ويليم پورټرفيلډ، مارک ایډر، رینکین انډریو بېلبراني، انډریو مېکبرین، جیمز مکالم، کیون اوبراین، ټایم مرتاګ، ګیري وېلسن، سیمي سینګ، لورکن ټاکور، سټیوارټ تومپسن، او کریک یانګ.

د انډریو وایټ په وينا چې ايرلینډ لوبډلې د انګلستان خلاف د نړيوال جام د پيل وړاندې په يو ورځنیو لوبو سيريز کې ښې لوبې وکړي او دوی پوره ډاډه دي چې انګلستان سره به په دې ټېسټ لوبه کې ښه مقابله وکړي.

نوموړي د ايرلینډي لوبغاړو څخه وغوښتل چې پدې تاريخي ټيسټ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړي.

هغه وایې (( زمونږ هيڅ يو لوبغاړی دا نه غواړي چې د انګلستان په وړاندې تاريخي ټيسټ لوبه وبايلي، دا ځلې په پوره قوت او په ښه منظم پلان ددې سيالۍ لپاره چمتوالی لرو))

وايټ زياتوي دوی د سلیکټرانو په توګه یو لوبغاړی يوازې په يوې سيالۍ کې د ښه ځلېدو وروسته نه انتخابوي بلکې په څو لوبو کې یې په کلکو او محکمو سيالیو کولو سره غوره کوي.

انډريو وايټ زياته کړه چې ايرلينډ شايد دا دريمه ټيسټ لوبه وي، خو دوی په راتلوونکو درې کالونو کې يوولس نورې ټيسټ لوبې هم په مخکې لري.

ایرلینډ به د جولاۍ مياشتې په ۱۴مه نيټه په تاریخي لارډز لوبغالي کې د انګلستان سره خپله د کرکټ دوهمه تاریخي ټيسټ لوبه ترسره کړي.

د يادې سيالۍ د پيل وړاندې به دوی د انګلستان کورنۍ لوبډلې ميډل سیکس دوهمې لوبډلې سره دوه ورځنۍ لوبه د جولاۍ په اتلسمه نيټه ترسره کړي.