fbpx

د فرعونانو کورنۍ ١٨م پاچا نيمه مجسمه په لوړه بيه وپلورل شوه

خبريال وېبپاڼه \ ٨ جولايي ٢٠١٩: د مصر د فرعونانو د اتلسم نسل د يوه پاچا غلا شوې او نيمايي مجسمه په لندن کې د مصري حکومت له اندېښنو پرته هم په لوړه بيه وپلورل شوه.

د لندن په کرسټيز اکشن هاوس کې د ميلاد نه ١٣٠٠ کاله مخکې د فرعونانو د کورنۍ پاچا طوطن خامن نيمه مجسمه، يعنې يوازې سر په ٥.٩ ميليونه امريکايي ډالر وپلورل شوه، چې له دې څخه شاوخوا ٤٧٠ ميليونه افغانۍ جوړېږي.

د (رايټرز) نړيوال خبري اژانس د راپور تر مخه، د طوطن خامن د مجسمې پلورل مصري حکومت غېر قانوني ګڼلي و او د هغوى په وينا چې د فرعونانو د کورنۍ دغه نيمه ماته شوې مجسمه د مصر له ميوزيم څخه غلا شوې وه.

خو د مصري حکومت د اندېښنو پرته هم په لندن کې اکشن هاوس د طوطن خامن مجسمه تېره اونۍ خرڅلاو ته وړاندې کړه او د حېرانتيا خبره دا ده، چې د طوطن خامن پاچا دا نيمګړې او نيمايي مجسمه هم په لوړه بيه وپلورل شوه.طوطن خامن ٢

د نړيوالو رسنيو د راپورونو تر مخه، د طوطن خامن پاچا نيمه مجسمه چې په کومه بيله پلورل شوې، دا په اکشن هاوس کې تر ټولو ګران بيه مجسمه ده. اکشن هاوس د هغه کس هېڅ معلومات له رسنيو سره نه دي خپاره کړي چې دغه مجسمه يې په دومره ګرانه بيه وپېرله.

د طوطن خامن دا نيمه مجسمه له کاڼي څخه جوړه شوې وه او ويل کېږي چې دا لږ تر لږه ٣ زره کاله مخکې جوړه شوې وه. جالبه خبره دا هم ده چې دا مجسمه نيمګړې وه او له اکشن هاوس سره يې يوازې سر پروت و، نور هېڅ هم نه و.

د مصر حکومت د دې مجسمې په اړه ويلي و چې دا مجسمه په ١٩٧٠ کال کې له مصر څخه غلا شوې ده او په غېر قانوني بڼه لندن ته قاچاق شوې ده. د برېتانوي ګارډين ورځپاڼې د راپور تر مخه، د مصر حکومت په لندن کې اکشن هاوس د دې مجسمې له خرڅلاو منع کړى و او په دې اړه يې ورسره خپلې اندېښنې هم شريکې کړې وې.

دوى د دې مجسمې د غلا او بيا په غېر قانوني بڼه لندن ته قاچاق کولو په اړه هم اکشن هاوس ته معلومات ورکړي و، خو اکشن هاوس د دوى له اندېښنو پرته هم دغه مجسمه خرڅلاو ته وړاندې کړه او په لوړه بيه يې وپلورله.

د يادونې وړ ده چې طوطن خامن د فرعونانو له کورنۍ سره څخه و، هغه د فرعونانو په اتلسم نسل کې پاچا و او هغه د ميلاد نه شاوخوا ١٣٠٠ يا ١٤٠٠ کاله مخکې په مصر کې پاچاهي کړې ده.

Loading...