fbpx

سکاټلېنډي د الوتکې کرايه بچ کولو لپاره جالبه کار وکړ

خبريال وېبپاڼه \ ٨ جولايي ٢٠١٩: فکر وکړئ چې چېرته سفر کوئ او کله چې ستاسې سامان وکتل شي، نو هغه له ټاکلي حد څخه زيات وي، نو بيا به تاسې څه کوئ؟ لازمي خبره ده چې تاسې له ځان سره دوه لارې لرئ، يا به هم د زيات سامان لپاره ټاکلې پېسې ورکوئ او يا به هم له حده زيات سامان په هماغه ځاى کې پرېږدئ.

خو د سکاټلېنډ يوه اوسېدونکي جون ارون د دې ستونزې لپاره يو بل جالبه حل راوويسته.

کله چې هغه سفر کاوه او د سفر پر مهال يې سامان وتلل شو، نو د هغه سامان له ټاکلي حد څخه ٨ کلو زيات و، هغه مجبوره و چې د دغه ٨ کلو زيات سامان وړلو لپاره پېسې ورکړي، خو هغه له پېسو ورکولو څخه انکار وکړ او د دې کار لپاره يې يو بل جالبه حل راوويست. نوموړي هغه ٨ کلو کالي د نورو کاليو لپاره واغوستل او له ځان سره يې اته کلو وزن کم کړ.

کله چې جون ارون له ځان سره راوړې ٨ کلو کالي يو په بل پسې اغوستل، نو هغه وخت موسم ٣٠ سينټي ګريډ و، د هغه زوي د خپل پلار د دومره ډېرو کاليو د اغوستلو ويډيو وکړه او وروسته يې هغه ويډيو په ټويټر باندې خپره کړه.

١٧ کلن ځوان په ټويټر له ويډيو سره وليکل، چې موږ کور ته راروان و او په کاونټر ښځې وويل چې د زيات وزن لپاره به پېسې ورکوي، خو پلار مې ښځې ته وويل، چې اوس ګوره زيات وزن به ختم شي او بيا يې د زيات وزن ټول کالي واغوستل.

د يادونې وړ ده چې د دومره ډېرو کاليو اغوستلو له امله امنيتي کسانو هم جون ارون سخت تالاشي کړ، ځکه هغوى فکر وکړ چې هسې نه د دې دومره ډېرو کاليو په منځ کې غېر قانوني کوم شى قاچاق نه کړي، خو هغه اخر هم د زيات وزن د پېسې ورکولو څخه بچ شو او په الوتکه کې ورته د ناستې اجازه ورکړل شوه.

Loading...