fbpx

د پاکستان زندانونو کې د اېډز ناروغي زياته شوې

خبريال وېبپاڼه \ ٨ جولايي ٢٠١٩ – پېښور: د پاکستان حکومت د پاکستان په زندانونو کې د زندانيانو د ناروغيو په اړه يوه څېړنه ترسره کوي، چې لومړى ياده څېړنه په خېبر پښتونخوا ايالت کې ترسره شوې او هلته معلومه شوې ده چې زندانيان د اېډز په څېر خطرناکه ناروغۍ اخته دي.

د خېبر پښتونخوا د زندانونو د ناروغيو تازه څېړنه حکومت خپره کړې ده.

د خېبر پښتونخوا د زندانونو د ادارې د راپور تر مخه، په دغه ايالت کې ١٢ تنه زندانيان په زندان کې د اېډز په ناروغۍ اخته شوي دي. په اېډز ناروغۍ اخته کېدونکي کسان په پېښور کې ٣، مردان کې ٢، ډېره اسماعيل خان، بنو او تېمرګره کې بيا يو يو زنداني د دې ناروغۍ ښکار شوى دى. له دې خطرناکې ناروغۍ پرته په ځينو نورو ناروغيو هم زندانيان اخته شوي دي چې په هغې کې هيپاټايټس سي او بي، يعنې تور زېړى هم شامل دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه راپور د خپرېدلو نه وروسته د ايالت د زندانونو ادارې په حرکت کې راغلې ده او بېړني ګامونه يې پورته کړي دي، تر څو نوي زندانيان چې زندانونو ته راځي، نو په لومړي سر کې به يې د دغه درې واړه ناروغيو ټېسټونه کوي، تر څو له بهر څخه کومه ناروغي زندان ته دننه نه کړي.

څه موده مخکې يوې اېن جي او هم په پاکستان کې د اېډز ناروغۍ په اړه يوه څېړنه کړې وه، چې د هغوى د معلوماتو تر مخه، په پاکستان کې ډېر خلک په اېډز ناروغۍ اخته دي، خو ډېر کم خلک بيا د دغه ناروغۍ په اړه له نورو کسانو سره خبرې يا هم ډاکټرانو ته د درملنې لپاره ورځي، ډېرى خلک بيا د شرم له امله خپله ناروغي پټوي.

دوى ويلي و چې د دې ناروغۍ ډېرى ناروغان په پنجاب او اسلام اباد کې دي او له هغه وروسته په نورو ايالتونو کې هم په دې ناروغۍ خلک اخته شوي دي. په دغه څېړنه کې دا هم ويل شوي و چې ډېرى خلک د غلطو جنسي اړيکو له امله په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.