fbpx

د طالبانو توجيه؛ که موږ ملکيانو وژنو، نور يې هم وژني

خبريال وېبپاڼه / ۹ جولايي ٢٠١٩ – طالبانو په تېرو څو ورځو کې بيا د ډېرو افغانانو وينې تويې کړې، ډېرې کورنۍ يې بې سرپرسته او ډېر ماشومان يې يتميان کړل، ترڅنګ يې د معصومو ماشومانو وينې وبهولې، خو د دې ټولو کيسو باوجود طالبان بيا هم شرم نه کوي او په ډېرې سپين سترګۍ خپل وحشتونه توجيه کوي.
په افغانستان کې چې په تېرو اتلسو کلونو کې څومره ملکيان شهيدان شوي دي، په ډېرو مواردو کې طالبان سبب شوي چې يا خپله او يا د دوى له وجې ملکيان په نښه شي، خو تر اوسه پورې دا چې طالبانو په خپل يوه ظلم بښنه نه ده غوښتې، بلکې په ډېرو مواردو کې يې هڅه کړې چې خپلي وحشي کړنې توجيه او ځان خلاص کړي، د بېلګې په ډول کله چې د طالب کومه وحشي کړنه نقد کېږي، دوى سمدستي ورته وايي چې امريکايان هم ملکيان وژني، يعنې يوازې موږ نه يو چې دا کار کوو. د دوى تمه دا ده چې د دوى هېڅ ناروا کار او ظلم و نه غندل شي، بلکې د يوه بري په توګه يې ستاينه او نمانځنه وشي.
په کابل کې نېکټايي لرونکي طالبان هم له کلونو راهيسې همدا منطق غږوي چې که طالب ظلم کوي، حکومت يا بهرنيان يې هم کوي، په کار ده چې د طالب پر ځاى حکومت او بهرنيان نقد کړئ، خو زه مطمئين يم، که يو کس حکومت او بهرنيان نقد هم کړي، خو که د طالب د وحشتونو په اړه يې سپوڼ وکړ، بيا هم طالبانو ته د منلو نه دى، ځکه دوى هېڅکله دا تمه نه لري چې نقد ته برابر شي.
طالبانو او پلويانو ته يې ځانونه سل په سلو کې د خداى په لاره برابر ښکاري، ځکه خو دوى ته خپل ظلم هم ظلم نه ښکاري او توبه نعوذباالله خپل ظلم او وحشت هم داسې ښيي چې دا کار يې د الله پاک د خوشالۍ لپاره کړى دى، خو الله پاک په خپل مبارک کتاب کې ويلي چې که څوک يو بې ګناه انسان ووژني، لکه ټوله نړۍ يې چې وژلې وي او که څوک د يوه انسان ژوند وژغوري، لکه ټوله نړۍ چې ژغورلې وي خو طالبانو په زرګونو بې ګناه وګړي ځورولي او شهيدان کړي چې د الله پاک د مخکېني کلام په مصداق دوى د خداى د لارې خلک نه، بلکې د شيطان د لارې خلک دي چې انسانانو ته يې يوازې ضرر رسېږي.
سمه ده چې طالب وسله لري او د هر ډول ظلم او پوچ منطق په وړاندي يې لوى ټولنيز عکس العمل نشته، خو ايا دا ترهګر چې په غزني، کابل او غور کې يې د ماشومانو وينې وبهولې، خداى پاک ته به هم خپله کړنه داسې توجيه کوي چې امريكايانو افغانان وژل، موږ هم ووژل؟
واقعيت دې دى چې طالبانو هېڅکله هم د يوې مسولې سياسي ډلې په توګه عمل نه دى کړى، بلکې کړنې يې د هغو لنډغرو په څېر دي چې هره ناروا کوي، خو بيا هم دوى ځانونه د دنيا تر ټولو شريف خلک ګڼي، خو که همدا طالبان نن ظلم بس نه کړي، د خپلو تېرو ظلمونو بښنه و نه غواړي او په راتلونکې کې يې د تکرار مخه و نه نيسي، د ولس د وجدان په محاکمې کې به يې مخ داسې تور شي چې بيا به يې چا ته ښودلاى نه شي.
ليکوال: عمران وطندوست