fbpx

ګېلاني د بادار خوشحالولو لپاره ولايتونو کې کار پيل کړ

خبريال وېبپاڼه \ ٩ جولايي ٢٠١٩: څه ښه وايي، چې نوې دې نه کولې، زړې به دې چا يادولې؟ د افغانستان په زړه کابل کې ناسته د پيرانو کورنۍ چې له انګلستانه ورته د پاکستان د جاسوسۍ دنده په ميراث کې پاتې شوې او دا کار داسې په فرض ډول کوي، فکر نه کوم چې دومره په مينه دې پنځه وخته لمونځ هم ترسره کړي.

که مو ياد شي د پيرانو کورنۍ اسحاق ګېلاني په اسلام اباد کې په يوه غونډه کې ويلي و، چې پاکستان ترهګرۍ ځپلى دى او افغانستان په پاکستان کې لاسوهنه کوي او د هند د لاسوهنې لپاره هم لارې چارې برابروي او له هماغه ځايه يې په افغانستان غږ کړى و، چې د هند مخنيوى دې وکړي چې په پاکستان کې لاسوهنه نه کوي.

همدا راز څه ورځې مخکې چې پاکستان د افغان سولې په تړاو يوه ناسته بللې وه چې له کابله هم پکې ډېر تش په نوم سياستوال ورغلي و، په هغوى کې يو هم د پيرانو د کورنۍ اوسنى مشر يې دى، چې اوس په لاره تګ باندې خو ښکاري نه، خو د هر شر ځاى ته يې ځان رسولى وي.

خبره دا ده چې اسحاق ګېلاني پکتيکا ته تللى دى او که هلته يې موخه کمپاين دى او که هر څه دي، خو د پاکستان لپاره يې په تبليغاتو پيل کړى دى. موږ ته رارسېدلې سرچينې وايي، چې اسحاق ګېلاني په پکتيکا کې ځوانانو ته ويلي دي، چې دا سرې خولۍ (کومې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د انقلاب نښه ده، کومه چې اوس د منظور پښتين په خولۍ مشهوره ده او کومه چې د افغانستان د يوه ارزښتمن قوم کلتوري خولۍ ده) مه په سر کوئ، ځکه چې دا د هندوانو نښه ده.اسحاق ګېلاني

هغه همدا راز خلکو ته ويلي دي چې هند غواړي دلته يو بل جنګ راوړي، نو د همدې لپاره يې ځوانانو ته دغه سرې خولۍ ورکړي دي او خلک يې راپارولي دي، تر څو پښتانه يو ځل بيا په جنګ کې ښکېل کړي.

هېره دې نه وي چې اسحاق ګېلاني هلته خلکو ته دا هم ويلي دي، چې که په راروانو ټاکنو کې به خپلې رايې ډاکټر عبدالله عبدالله ته ورکوئ او بل هيچا ته هم رايه ورنکړئ.

خبره دا ده چې دا سرې خولۍ خو په هند کې نشته، نه چرته موږ د هندوانو په سرونو ليدلي دي، دا خولۍ خو هم د افغانستان د يوه وياړلي قوم تاريخي خولۍ ده، چې اوس د منظور پښتين په خولۍ هم مشهوره ده او په لر و بر کې د انقلاب، خپلواکۍ او ازادۍ په معنا هم کارول کېږي، نو له هغه خولۍ څخه چې د پاکستان خوب ترې د شپې خوب نه شي کولاى او د ورځې ترې ارام نه شي کولاى، هغه خولۍ څنګه بده کېداى شي؟

خبره دا ده چې پاکستان غواړي چې پښتون ژغورنې غورځنګ په خلکو کې بې اثره کړي، خو داسې هېڅ کله هم نه شي کېداى، دا د پاکستان تالي څټي غلامان خلکو ډېر پخوا پېژندلي دي، د دوى مخې ته به يوازې د دوى معاشخواره سرونه خوځوي، خو نور ولس د دې خلکو مخونو ته خپلې لاړې هم نه ورتوکي. اوس هغه وخت نه دى چې پيرانو به هر څه ويل او خلکو به منل، اوس پيران دومره مجبوره شوي دي، چې په خپله د خپل بادار خوشحالولو لپاره هر ځاى ته منډې وهي، خو ياد دې وساتي، چې وخت به يې ډېر لږ وي او ولس به يې مخونه ورتور کړي.

ليکوال : بريالى زمرى

Loading...