fbpx

ولسمشره! په عاطف مشعل دې سفارت او کرکټ دواړه تباه کړل

خبريال وېبپاڼه / ۹ جولايي ۲۰۱۹: جلالتماب ولسمشره، په دې پنځه کاله دوره کې دې لا هم تراوسه پورې د کار او اهل کار خلک ونه پېژندل، بلکې د ملت په سترګو کې دې خاورې واچولې او هر هغه څوک چې په چاپلوسۍ او غلا کې يې نوم کړی دی، هماغه کسان له يوه ځايه ليرې کوې او بل ځای کې يې مقرروې، چې هر څه يې ګډوډ او خراب کړل.

په داسې حالاتو کې چې له ازلي دښمن پاکستان سره مو حالات په نازک موړ کې ولاړ دي، په داسې حالاتو کې چې د سولې خبرې له طالبانو سره نږدې دي، له پاکستان سره مو په ډېرو برخو کې اړيکې ترینګلې دي، حالات ورسره خراب دي او که هر څنګه وي خو پاکستان زموږ لپاره يو ډېر مهم هېواد دی، د دغه هېواد لپاره تا داسې يو سړی سفير ټاکلی دی، چې دوه ورځې په اسلام اباد او پنځه ورځې په کابل کې تېروي.

داسې څوک دې پاکستان ته لېږلی دی، چې په ځای د دې چې هلته د خپل هېواد د ګټو لپاره کار وکړي، په کابل کې ناست او د کرکټ بورډ په هر کار کې کار لري، تر دې پورې چې له عادي مامورينو سره غونډې کوي، خو هغه ستر او لوی کار چې ورسپارل شوی دی، هغه يې پريښی دی.

ولسمشره په رښتیا هم په انسان پېژندنه کې صفر يې، داسې کس چې مخکې يې کرکټ تباه کړی و، هغه کس تا اسلام اباد ته ولېږه او په پاکستان کې دې افغان سفير کړ، خو هغه دا لوی مسوولیت پريښی او بېرته په کابل کې ناست د کرکټ د تباه کولو او دلته له خلکو څخه شخصي انتقامونه اخلي، د نورو خلکو پر ضد دسيسې جوړوي او اسلام اباد ترې هېر دي.

موږ چې وايو عاطف مشعل باید څارنوالۍ ته معرفي شي او له هغه څخه پوښتنې او ګريوږنې وشي، لامل يې دا دی چې په دومره مهمه دنده (سفارت) کې هغه څنګه داسې ناغېړي کوي، چې دوه ورځې هم په اسلام اباد کې نه وي، ټوله اونۍ په کابل کې ګرځي.

له اسلام اباده راغلي يوه کس راته کيسه کوله، چې عاطف مشعل په خېبر پښتونخوا کې د يوه نوموتي ليکوال د غمرازۍ غونډې ته تللی و، ياد ليکوال مړ و او د هغه په ياد کې غونډه راجوړه شوې وه، چې هلته پکې عاطف مشعل وويل، چې داسې غونډې باید هر وخت جوړې شي، ځکه چې دا ډېره ګټه کوي. ښه، اوس چې یو سړی دومره بې سواده وي، هغه به د هېواد لپاره څه ګټه وکړي؟

په اسلام اباد کې مېشت افغانان وايي، چې عاطف مشعل په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تباه کړ، شخصي حجره يې ترې جوړه کړې او هر څه يې چې زړه غواړي، هماغه کوي، له ځان سره يې ټول کسان ملګري او خپلوان راوستي دي او هېڅ کس پکې داسې نه دی، چې په سياست، ډيپلوماټيکو اصولو او يا هم په خبره دې پوه شي.

په افغانستان غوره ليګ کې چې عاطف مشعل او شفيق ستانکزي څومره فساد کړی، دومره فساد به هیچا هم نه وي کړی، هغه سړی چې څارنوالۍ ته معرفي کول پکار و، ولسمشره تا لومړی پاکستان کې سفير او بيا دې بېرته د کرکټ بورډ غړی وټاکه.

له جلالتماب ولسمشر څخه مو غوښتنه ده، پاکستان ته دې داسې کس لېږلی، چې هم مو شرموي او هم ټولې ګټې پاکستان ته وړي، سفير په پاکستان کې دی او ټوله ورځ په کابل کې په کرکټ بورډ کې د خلکو پر ضد دسيسې جوړوي، دا سړی باید له هر څه ليرې او څارنوالۍ ته معرفي شي.

Loading...