fbpx

کم وزنه پير، نور هم ځان بې وزنه کړ

خبريال وېبپاڼه / ۹ جولايي ۲۰۱۹: د افغان جهاد پر محال؛ کله چې د افغانانو له منځه ۷ ګوندونه جوړ شول، نو د نړۍ هر هيواد د خپلې موخې د مخته وړلو لپاره په دې ګوندونو کې ځانته يو خوښ کړ او بيا به يې د هغه ګوند د جنګياليو په روزنه او نور ملاتړ لاس پورې کړ. مثلا د پاکستان تر ټولو د خوښې ګوند د ګلبدين حکمتيار ګوند و، د ايران بيا حرکت اسلامي او نور شعيه ګوندونه و، د امريکا د بيا منځلاري ګوندونه لکه د مجددي ګوند و، د سعودي د بيا د اوږد ږيري سياف ګوند و او د سور انګريز (انګلستان) د بيا د ملي محاذ ګوند يا د پير ګيلاني ګوند و، چې په مالي او روزنيزه برخه کې يې د وخت د افغان حکومت پر ضد حمايه کاوه.

دا به پريږدو چې دوی اوس بيا هغه دنده را پيل کړې، را ځو دې ته چې ددې پيرانو له ډلې؛ يوه يې څومره تر خپل ځان او خولې غټ غږيدلی!

اسحاق يادوم؛ هغه وايي:

منظور پښتون د بلې ګواښوونکې جګړې لوبغاړی دی.

البته چې دی! خو د افغان وطن د ابادۍ جنګيالی دی، پښتنو ته (ژوند او حق غوښتونکي) جګړې لوبغاړی دی؛ نه ستاسو غوندې، د پرديو د استخباراتي جګړو لوبغاړی، چې هم مو وطن لوټې لوټې او کباړ کباړ کړ او هم مو په ميليونونو بې ګناه افغانان تر خاورو لاندې کړه.

نوموړي بيا ويلي: د پښتون په سر خولۍ د هندوانو ده او باید نوره په سر نه شي.

څومره لوی درواغ او څومره له خپل کلتور او رواجه ناخبره! دا ښاغلی تر اوسه په دې نه پوهيږي، چې دا د افغانانو دود دی. ما خو تر اوسه د يوه هندو پر سر ولاکه ليدلې وي. او (بايد پر سر نه شي) لکه د ده په خوله چې يو څوک دا کار کوي! وايي موږ دې په واده کې نه پريږدو، ته وايې زه د ورا په موټر کې ځم.

بله يې بيا واورئ: له پکتیکاوالو غوښتنه کوم؛ هغه کسان چې د منظور پښتون سره خولۍ پر سر کوي، باید پښې يې ور ماتې کړئ.

پښې خو بايد ستاسو دا ماتې شي، چې افغان وطن مو تر دغه حالته را ورسوئ. پکتيکاوال دومره بې شعوره شول؟ چې ان ستا غوندې د سپک او پرديو د تالي څټي په خوله به اوس د دروند مشر خولۍ بې عزته کوي؟ يا به د هغه د لارويانو پښې ور ماتوي؟ پير صيب ته د خپلو پښو غم کوه، هغه ورځې دې ولاړې، چې پر بانجڼو دې چکيده خوړل؛ په ۱۹۸۰ يمو کلونو کې خو خلک ساده وه يا تاسو يو قسم په خپلو ناولو منګولو کې رايسار کړي و، چې تاسو به هر څه ويل، دوی به منل؛ اوس دا خلک د ژور شعور پر بنسټ پريکړه کوي. باداره! ځه پر خپله لاره!

او اصلا چې د کوم کار لپاره دی ښاغلی تللی و، هغه يې دا و: پکتيکاوال بايد عبدالله عبدالله ته رايه ورکړي.

تاسې اوس دلته فکر وکړئ، دا ښاغلی خپل پلار ته لا وفادار نه دی، نو ولس ته به څنګه شي؟ له جمعيت سره دې د خپل پلار پير ګيلاني انګولاوې هيرې شوې؟ چې ويل به يې زموږ د مجايدينو ټول حق جمعيت وخوړئ! او نن ته د هغه جمعيتي په ملاتړ اسمان ته لکه ليوه نارې وهې. ته دلته لا د سړي زوی نه يې، تا بايد دلته لا اهل نظره وپيژني.

نو پير ښاغلي ته بايد وويل شي، چې مخکې دې هم دومره وزن نه و او اوس خو بيخي بې وزنه شوې. کومې خبرې چې ته اوس کوې، دا ستا څخه مخکې ستا په شان نورو ډيرو لودګانو کړي، کومه نتيجه يې نه ده ورکړې. نو ته هم نه ISI ته خير رسولی شې او نه هم ځانته؛ خو زيان به يې ضرور وينې.

ليکوال : احمد شاه ساحل (غير ډيورنډ)