fbpx

تاج ملوک: عاطف مشعل کرکټ د تباهۍ په لور روان کړی

خبریال وېبپاڼه / ۹ جولای ۲۰۱۹ – د افغانستان د کرکټ بورډ غړي تاج ملوک عالم تېره ورځ د آفتاب عالم د قضیې وروسته له ډیرو ناویلو پرده پورته کړه، هغه په پاکستان کې په افغان سفیر او د کرکټ بورډ په غړي عاطف مشعل تور پورې کړ چې د افغانستان کرکټ یې د سیاست په لور روان کړی دی او نږدې ده چې کرکټ بینډ او له منځه یوسي.

تاج ملوک عالم په عاطف مشعل تور پورې کړ چې تېره ورځ یې په افغان کرکټ بورډ کې د دې ادارې د اجرایوی غړي ضیاالحق ضیا،عبدالهادی دریځ،د تدارکاتو مدیر او د مالی مسوول لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړې وه. د تاج پر وینا عاطف مشعل له دې کارکوونکو څخه بېلا بېلې پوښتنې کولې، چې ولې مو له امول سره د نړیوال جام سپانسرشیپ قرار داد په کمو پیسو کړی دی؟، دغه راز یې دا غړي توهین کړي هم وو.

تاج ملوک وایې آیا د بورډ غړی چې حکومتي څوکۍ هم ولري حق لري چې اجرایه کارونو کې مداخله وکړي؟

تاج ملوک عالم وایې عاطف مشعل د یوې غونډې په ترڅ کې د کرکټ بورډ درې غړو دولت احمدزي، اسدالله خان او نوید صایم کاکړ دندې د یوې او یاهم دوه اونیو لپاره وځنډولې، خو وروسته یې د نورو هېوادونو له رسنیو سره په خبرو کې مجرمان اعلان کړي او ورته یې ویلي چې له دوی سره به قانوني چلند وشي.

عالم چې د کرکټ تاج ورته هم ویل کېږي دغه راز هغه ته د افغانستان کرکټ بنسټګر لقب هم ورکول شوی دی او له پیله تر پایه په دې اداره کې له ۱۸ کلونو راهیسې بیلابیلو دنده ترسره کوي،اوس دی وایې چې د عاطف مشعل کړنې د بورډ لپاره د جوړې شوې اساس نامې او د ای سي سي له قانون سره په ټکر کې دي، نو ممکن له همدې امله د افغانستان کرکټ بینډ کړي چې دا به په تاریخ کې یوه لویه ضربه وي.

تاج زیاتوي په دې پوهیږو چې د اجرایه ریاست او د ریاست څوکۍ لپاره کوم پلان روان دی، په دې هم خبر یو چې لوبډله یو ځل بیا د تباهۍ کندې ته د لویدلو په حال کې ده. هغه عاطف مشعل ته ګواښ وکړ که چېرته په بورډ کې جوړه شوې محکمه ژر تر ژره ونه تړې، مونږ به د افغانستان زرګونه کرکټران، ولایتی نمایندګان، د زونونو مشران خپل تصمیم ونیسو او د ټولو موضوعاتو ذمه واران به تاسې یاست.

خو له نړیوال جام وروسته د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي په دې اداره کې د څېړنو خبر ورکړ ،له دغې خبر وروسته یو شمېر مافیا وارخطا دي، ښایې په دغې مافیا کې تاج ملوک هم لاس لري ځکه له کلونو راهیسې چوپه خوله ناست وو، خو نن د څېړنو په نتیجه کې یې خپله خوله خلاسه کړې او غواړي چې د څېړنو مخه ونیسي.

د کرکټ مینوال بیا په عزیزالله فضلي غږ کوي چې هیچا ته اجازه ورنکړې چې د څېړنو مخه ونیسي، پریږده چې څېړنې وشي، که څېړنې بې طرفه نه وې او غرضي وې بیا اعتراض او مظاهرې دواړه د تاج حق دی ودې کړي.

دغه راز یو شمېر کرکټ پوهان وایې افتاب عالم چې د کرکټ ملي لوبډله کې وي کرکټ سم لور ته روان وي، خو چې افتاب عالم نه وي بیا د تاج ملوک او کریم صادق لپاره کرکټ د تباهي لور ته روان ښکاري.

د مبصرینو پر وینا په کرکټ بورډ او لوبډله کې اصلاحات د ټولو غوښتنه ده خو غرضي څرګندونو باندې نه باید خلک راوپارول شي.

د یادولو ده تېره ورځ عاطف مشعل هم د آفتاب عالم د قضیې په تړاو د کرېک انفو یو راپور تایید کړی او خپل اړوند نظر یې ورکړی دی ،هغه دې ویبپاڼې ته ویلي چې دغه موضوع دوی لا وړاندې تعین کړې او په اړه به يې د ډسپلین يا انظباتي کميټه په يوه اوونۍ کې دننه پلټنې بشپړې کړي.

خو د آفتاب عالم د قضېې وروسته د ملي لوبډلې بل لوبغاړي او د آفتاب ورور کریم صادق هم د بورډ پسې خوله راخلاسه کړې او وایې بورډ سم لور ته نه دی روان، کرکټ مو د تباهۍ په لور روان دی او وایې د کریک انفو سره باید د رسنیو مسوول خبرې کړې وې نه عاطف مشعل.

افتاب عالم د نړیوال جام په دوام د ډسپلین څخه سر غړونه کړې وه او په یوې ټکان ورکوونکې موضوع تورن شوی دی، چې د افغانستان نوم ته یې په نړیواله کچه ضربه رسولې ده، خو افتاب دغه راپور بې بنیاده بللی وو.

د خلکو پر وینا اوس نو د بورډ چارواکي دې حتمي څېړنې وکړي تر څو ملامت او سلامت معلوم شي .

Loading...