fbpx

ايي سي سي به په افغان غوره لیګ کې فساد کوونکو ته سزا ورکړي

خبریال وېبپاڼه / ۹ جولای ۲۰۱۹ – د کرېکټ نړیواله شورا وایي د افغانستان غوره لیګ سیالۍ له هماغه پیله خورا ډېر د فساد له ګواښ سره مخ وې او د ( ای سي سي) د فساد ضد څانګې دا اندېښنه د افغانستان د کرېکټ بورډ سره شریکه کړې وه.

خبریال وېبپاڼې د ( آی سي سي) یو پټ رپوټ کتلی چې وایي تر ټولو لویه ستونزه د لوبډلو د څښتنانو په اړه د روڼتیا نشتوالی و او دا هم نه وه څرګنده چې د لوبډلو مالي سمبالښت له کومې سرچینې کېږي.

رپوټ داسې اخیستنه کړې چې د لازم تدبیرونو نشتوالي داسې وګړو ته زمینه برابره کړې وه چې رښتونوالی او نیت یې دشک وړ و او دا راز حالت د اففان کرېکټ بورډ انځور او نوم ته زیان اړولی شي.

رپوټ د هغې هندۍ کمپنۍ په تړاو هم ځینې پوښتنې را پورته کړي چې ورته د افغانستان د پرېمیر لیګ یا غوره لیګ سیالیو مدیریت سپارل شوی و. خو شرکت د ای سي سي ځینې پوښتنې ځواب کړي دي.

د اجازه لیکونو ورکړه!
د ای سي سي په باور لوبغالو ته د لاسرسۍ اجازه لیکونو په ورکړه کې هم خورا ډېره ګډوډي وه.
رپوټ کي راغلي، د اجازه لیکونو ورکړې لپاره ډېر یو ابتدایي سیستم غوره شوی و او په وروستیو شېبو کې د کرېکټ بورډ د دوو چارواکو (شېر آغا همکار او بشیر ستانکزي) له لوري د اجازه لیکونو د ورکړې لپاره فشار اچول کېده. د رپوټ په وینا دې چارې امنیتي او نورې ستونزې رامنځته کړې وې.

د لوبغاړو تنخواوې!
ای سي سي وايي داسې رپوټونه یې تر لاسه کړي چې ځینو لوبغاړو ته نغدې پیسې ورکړل شوې (چې له مالیو تېښتې ته لار پرانیزې.) آی سي سي ادعا کوي چې د کرېکټ بورډ دوو چارواکو (شیر اغا همکار او بشیر ستانکزي) د لوبغاړو د استازي یا اجنټ د فیس په نامه له دوی پیسې ګرځولي، حال دا چې د لوبغاړو په وینا چا د دوی استازیتوب نه دی کړی. رپوټ دا هم وایي چې په اففان غوره لیګ کې د پیسو په بدل کې لوبو لپاره لوبغاړي غوره شوي دي.

پلټنې او سزا
(ای سي سي) له دغو تورونو په تړاو د ۲۰ مشکوکو کسانو په اړه پلټنې تر سره کړي او وایي ټاکل شوې ځینو ته یې په راتلونکو اوونیو کې د سزا د ورکړې وړاندیز وکړي.

Loading...