انګلستان کې د کرونا ویروس د تشخیص ماسکونه جوړ شوي

خبریال ډاټ کام: د برېتانیا کارپوهانو خبر ورکړی دی چې دوی څو داسې ماسکونه جوړ کړي دي چې په خلکو کې په ډیر ډیر لږ او دقیق وخت کې د کرونا ویروس تشخیص کولی شي.

د انګلستان د لېسټر پوهنتون کارپوهانو په کرونا ویروس د اخته کسانو د معاینه کولو لپاره نوښت کړی دی او په ډیر ښه شکل یې څو داسې ماسکونه جوړ کړي دي چې د کرونا تشخیص یوازې په دقیق وخت کې کوي.

د دغې ماسک دننه داسې څه نصب شوي چې د کرونا د تشخیص په برخه کې ډیره همکاري کوي او یوازې په لږ وخت کې کولی شي معاینه روښانه کړي.

د دغه ماسک د استعمالولو وروسته، په ډیرې اسانۍ سره د کرونا ویروس تشخیص کېدلی شي.

د دې ماسک قېمت تر دا مهاله په انګلستان کې دوه یورو دی، خو ممکن د تشخیص سره سم د دې قېمت نور هم ټیټ شي او په زیاته توګه جوړ کړی شي.

د معلوماتو له مخې دا ماسک د TB / ۹۰ سلنه قضیې په دقیقه بڼه تشخیصوي چې ښایي بازار ته ژر انتقال شي.

د روغتیاپالانو پر وینا د ا ماسک د کرونا ویروس د تشخیص پر مهال یوازې ۴۸ ساعته وخت نیسي ترڅو له اغېرمنو هېوادونو څخه د راغلو خلکو نښې نښانې و ارزوي چې په پای کې معاینې کېږي او له دوو ورځو وروسته یې پایله معلوموي چې مثبته او یاهم منفي ده.

روغتیا پالان وایي،.چې دا ماسکونه دا مهال دوه یورو قېمت لري، خو که چېرې اغېزمن وي، نو ممکن په زیاته پیمانه جوړ شي او قېمت یې نور هم راټیټ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۹۰ زره کسان په کرونا ویروس باندې اخته شوي دي او تر ۴۵ زرو او ۱۲۰ کسانو پورې نور بېرته روغ رمټ شوي .

دغه راز د دې ویروس له امله په ټوله نړۍ کې د مړو شمېر هم تر ۳۰۰۰ پورې رسېدلی دی چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه یې خواشیني کړي دي.

کرونا ویروس په دې وروستیو کې افغانستان او ایران ته هم را ورسېد چې د هېواد په هرات ولایت کې هم لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوې، خو په شاوخوا ولایتونو کې نږدې ۱۳ شکمنې پېښې منفي راووتلې.

د روغتیا نړیوال سازمان هم په نړۍ کې بیړنی روغتیایي حالت اعلان کړی دی او په نړیوالو یې غږ کړی دی چې ژر دې د کرونا ویروس د کنټرول پر موخه ګامونه واخلي.

بلخوا امریکا هم خبر ورکړی دی چې ډیر ژر به د کرونا ویروس ضد واکسین جوړ کړي او دغې ناروغۍ ته به په ټوله نړۍ کې د پای ټکی کیږ دي.

کرونا ویروس په لومړۍ ځل د چین په ووهان ښار کې رامنځته شو، خو له هغې ځایه تر ۳۶ نورو هېوادونو پورې هم ورسېد.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum