fbpx

اسدالله خان: ډېر ژر به له رسنیو سره حقایق شریک کړم

خبریال وېبپاڼه / ۹ جولای ۲۰۱۹ – د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرایه رئیس اسد الله خان وایې ډیر ژر به له نړیوالو او کورنیو رسنیو سره د مرکو په ترڅ کې د وووستیو لانجو او نورو حقایقو څخه پرده پورته کړي.

هغه نن په خپله رسمي فسبوک پاڼه له ټولو کورنیو او نړیوالو رسنیو غوښتي چې د ژوندیو خپرونو زمینه دې ورته برابره کړي، تر څو په بورډ کې د وروستیو لانجو او ځینو پټو حقایقو ولس خبر کړي.

رسنیو هم اسدالله خان ته هر کلی ویلی ،خو وخت یې نه دی معلوم چې څه وخت به اسدالله خان د ټلویزیون په پرده او یاهم په غږیزو، انځوریزو، انلاین او د چاپي رسنیو له لارې راښکاره شي.

دا لا نه ده معلومه چې اسدالله خان به نن کوم حقایق له رسنیو سره شریک کړي؟، خو ممکن په افغان کرکټ بورډ کې د ولس د سترګو پټ ځیني مسایل د رسنیو پر وړاندې
راښکاره او افغان ولس ترې خبر کړي.

نږدې دوه ورځې وړاندې د حکومت هغه چارواکي چې د بورډ د څارنې دنده په غاړه لري. د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست اجراييوي رييس اسدالله خان، د غوراوي کميټې پخواني مشر دولت احمدزي او د لوبډلې د مديريا منيجر نويد کاکړ دندې وځنډولې.

د کرکټ بورډ مشر عزيز الله فضلي ویلي وو، يوه کميټه به د دوى د کړنو څېړنه کوي، که چېرې بې ګناه ثابت شول، خپلو دندو ته بېرته ادامه ورکړي کنه نو له دندو رخصت دي.

اوس نو اسدالله خان هم ادعا لري چې افغان کرکټ بورډ سیاست ځپلی دی، نور نه غواړي چې د افغانستان کرکټ له بدو بد ترشي، اوس به معلومه شي چې ښاغلی اسد الله خان رښتیا هم د کرکټ د بهبود لپاره حقایق وایې که د خپل موقف لپاره؟

داسې معلومات هم شته چې عاطف مشعل په کابل کې ناست او د کرکټ بورډ په هر کار کې کار لاسوهنه کوي، تر دې پورې چې له عادي مامورينو سره غونډې کوي، خو هغه ستر او لوی کار چې ورسپارل شوی دی، هغه يې پريښی دی.

دغه راز تاج ملوک عالم هم د کرکټ بورډ په غړي عاطف مشعل تور پورې کړی، وایې چې د افغانستان کرکټ یې د سیاست په لور روان کړی دی او نږدې ده چې کرکټ بینډ او له منځه یوسي.

تاج ملوک عالم وایې په دې پوهیږو چې د اجرایه ریاست او د ریاست څوکۍ لپاره کوم پلان روان دی، په دې هم خبر یو چې لوبډله یو ځل بیا د تباهۍ کندې ته د لویدلو په حال کې ده.

دا به وروسته معلومه شي چې په افغان کرکټ بورډ کې ولس د سترګو پټ څه روان دي؟