fbpx

اوسمهالی بغدادي پیر او افغان ولس ته یې یو ځل بیا سپکاوی

خبریال وېبپاڼه / ۹ جولای ۲۰۱۹ – د پکتیکا ولایت ځینو اوسېدونکو خبریال وېبپاڼې سره په اړیکه کې شکایت کړی چې د افغانستان د پارلمان پخواني غړي اسحاق ګیلاني د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د آی. اس. آی د سترګو اغزی منظور پښتین د یوې بلې ګواښوونکې جګړې متحرک او مهم لوبغاړی بللی او د هغه سره افغان ازبکۍ خولۍ یې د هندوانو بللې او ویلي څوک چې یې پر سر کوي باید یې پښې ماتې شي. د ښاغلي ګیلاني دا وینا کټ مټ د آی. اس. آی او د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال آصف غفور د ویناو انعکاس دی. آصف غفور هم د ښاغلي پښتین د خولۍ په تړاو چې سوچه افغانۍ خولۍ ده پوښتنې راپورته کړې وې او منظور پښتین یې له هند سره تړلی و.

ګیلاني او آی. اس. آی

ګیلاني د جهاد په اوږدو کې د آی اس آی باوري کس و. د هغه د کور کرایه او لګښت د آی اس آی له لورې ورکول کېدل. یو افغان خبریال چې اوس په لندن کې مېشت دی کلونه وړاندې یې راته له پاکستاني استخباراتو سره د دغه اوسمهالي بغدادي پیر د نژدېوالي یوه کیسه کړې وه، چې څومره د هغوی باوري کس و. دغه خبریال چې اوس هم له یوهٔ معتبرې ادارې سره کار کوي راته کیسه وکړه چې پېښور کې له یوې نړيوالې راډیو سره د خبریال په توګه کار کاوهٔ او د یوه رپوټ له امله یې آی. اس. آی د نیولو هڅه کوله. خبریال زیاته کړه چې اسحاق ګیلاني سره د پېژندګلوۍ له امله ورته ته ورغی او له رامنځته شوې پېښې یې خبر کړ. ګیلاني استخباراتي افسرانو ته د ده ضمانت وکړ او دی یې خپل سړی ور وپېژاند. دی وایي آی اس آی د ګیلاني په یوه وینا دی پرېښود او تر پایه نور ډاډه ګرځېدهٔ.
آی اس آی سره د اسحاق ګیلاني نژدېوالی او دغه افغان دښمن بنسټ ته یې غلامي او چوپړ پټه خبره نه ده.

د ګیلاني د خیانت دوسیه

اسحاق ګیلاني تېرکال له دې امله لویې څارنوالۍ ته احضار کړل شو چې اسلام آباد کې یې له ثبوت وړاندې کولو پرته یوې غونډې ته وویل “هند د افغانستان له لارې پاکستان کې لاسوهنه کوي.”

خو د ګیلاني په تړاو د لویې څارنوالۍ د پلټنو پایلې لا تر اوسه له ولس سره نه دي شريکې شوې.

Loading...