fbpx

د ملکي تلفاتو مخه څنګه نیول کېدای شي؟

خبریال وېبپاڼه / ۹ جولای ۲۰۱۹ ـ په داسې حال کې چې په قطر کې د امریکا، طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، ورسره جګړې هم زور اخیستی چې ډېر تاوان یې هره ورځ ملکي وګړو ته رسېږي.

په تازه پېښو کې په غزني، کابل، میدان وردګو، غور او بغلان کې د ښکېلو اړخونو په جګړو کې ملکیانو ته له حده ډېر مالي او ځاني تلفات واوښتل چې ماشومان او ښځې یې هم قربانیان دي. پوښتنه دا ده چې ولې تر بل هر وخت اوس ډېر ملکیان په نښه کېږي؟ دې پوښتنې ته مختلف ځوابونه ویل کېږي، لومړی دا چې طالبان غواړي د سولې په پروسه کې د مجلس په بر سر کې ځان ته ځای پیدا کړي او د فیصله واک دوی ترلاسه کړي، په همدې خاطر یې جګړه تېزه کړې چې په حکومت فشار راوړل شي. دوی دې ته نه ګوري چې څوک او چېرته وژل کېږي؟ یا چا ته زیان رسېږي؟ خو بس هر ځای چې د دوی لپاره خبر جوړونکی کېدلای شي، په نښه کوي یې.

دویمه خبره دا ده چې طالبان د ملکیانو له کورونو په استفادې دې ته زمینه برابروي چې له ځان سره هغوی هم د مرمۍ خولې ته برابر کړي او په دې ډول د وچو له زوره لامده هم سوځېږي، یعنې که طالبان په یوه سیمه کې نه وي یا د خلکو په کورونو کې پټ نه شي، هېڅ کور به هم بمبار نه شي، که طالبان وايي چې د دوی په نه موجودیت کې هم حکومت بمباري کوي، په بامیانو او پنجشېر کې چې طالبان نشته، د هیچا کور هم تر اوسه بمبار شوی نه دی، یعنې له دې ښکاري چې طالبان د ملکي تلفاتو اصلي عاملین دي چې یا خپله په جګړو، ماینونو او ځانمرګو کې یې شهیدانوي او یا دې ته زمینه برابروي چې د ملکیانو په کورونو کې د پټېدلو په سبب د هغوی کورونه بمبار شي.

دا چې طالبان د سولې په مذاکراتو کې ناست دي او پوزېشن یې له یوې ترهګرې ډلې یوې سیاسي ډلې ته اوړي، په کار ده چې دوی د خپلې ماضي په اړه بیا کتنه وکړي او هغه ترهګریز کارونه چې مخکې یې کول، اوس یې مخه ونیسي.

د قطر په وروستۍ بین الافغاني ناسته کې پرېکړه وشوه چې سپین ږیري، معلول او ناروغ بندیان به بې قید او شرطه ازادېږي، د هېواد په ټولو سیمو کې به د عام المنفعه بنسټونو لکه د دیني او مذهبي مرکزونو، روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونو او کارځایونو امنیت به تضمین کېږي، د تعلیمي بنسټونو لکه ښوونځیو، مدرسو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو حریم ته به درناوی کېږي او د ملکي خلکو د عزت، ژوند، مال او کورونو ساتنې ته ژمنتیا، او ملکي تلفات به د صفر کچې ته راښکته کېږي.

البته د دې اعلامیه د عملي مکانیزم په اړه تر اوسه وضاحت نه دی ورکړل شوی چې کله او څنګه به عملي کېږي، خو د ملکی تلفاتو په مخنیوي کې دا ډېرې ښې پرېکړې دي. بې له شکه که ښکېل اړخونه یې ومني او عمل پرې وکړي، ملکي تلفات به ډېر ورسره کم شي.

لیکوال: عمران وطندوست

Loading...