fbpx

د شمال لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ونیول شو

خبریال وېبپاڼه / ۹ جولای ۲۰۱۹ ـ د افغانستان د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ونیول شو، نوموړی په بلخ کې له خپلو دوو نورو ملګرو سره یو ځای نیول شوی دی.

د بلخ د پولیسو په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، ګل حیدر چې په سید حبیب مشهور دی او په شمالي ولایتونو کې یې د طالبانو د نظامي کمېسیون د مرستیال په توګه کار کاوه، نن سه شنبه له خپلو دوو همکارانو محمد اصف او اغا ګل سره یو ځای ونیول شو.

خبرپاڼه زیاتوي، یادو طالبانو غوښتل چې له مزار څخه کندز ته لاړ شي، خو د حیرتان بندر په دوه لارې کې د امنیتي ځواکونو منګولو ته ولوېدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له نیول شویو کسانو، یو میل وسله، یو دوربین، د افغان تاجک په نوم یوه نقشه، یو نامشخصه شفري جدول، ۸۵۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې، ۳۰۰۰۰ افغانۍ، درې سېټه موبایلونه او یو کرولا موټر ترلاسه شوي دي.

طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې په شمالي ولایتونو کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی او ډېرې هغه سیمې چې پخوا طالبانو لاندې کړې وې، اوس بېرته افغان ځواکونو نیولې دي.

ویل کېږي د شمال ناامني د طالبانو ترڅنګ نور عوامل هم لري چې تر ډېره په کې د پخوانیو جهادي قومندانانو او د کانونو د مافیا لاس وي، دوی په خاطر چې اوبه خړې کړي او ماهیان په کې ونیسي، د امنیت وضعیت د خرابولو هڅه کوي.

په شمالي ولایتونو کې چې جمیعت اسلامي او د جنرال عبدالرشید دوستم جنبش ګوند ډېر پلویان لري، امنیتي وضعیت یې هم د دوی په طبیعت بدلېږي را بدلېږي. په دې خاطر چې دا دوه ګوندونه په حکومت فشار راوړي، نورو وسله والو ته د دې زمینه برابروي چې د شمالي ولایتونو د ناامنه کولو هڅه وکړي او بیا دوی په رسنیو کې په دې نیت تبلیغات وچلوي چې خپله حکومت غواړي، شمال ناامنه کړي.

څه موده مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم چې له ولسمشر غني سره یې روابط ښه نه دي، ادعا وکړه چې حکومت ۳۰۰۰۰ طالبان شمالي ولایتونو ته په دې نېت لېږي چې دا ولایتونه ناامنه کړي، خو ډېری سیاستوال او عام وګړي بیا د جنرال دوستم او جمیعتیانو په دې ډول تبلیغات باور نه لري او وايي چې دوی دا کارونه په حکومت د فشار راوړولو او د خپلو شخصي ګټو د تضمینولو په خاطر کوي.

بلخوا په شمال کې د کانونو مافیا هم هڅه کوي، د وسله والو په جامه کې د امنیتي وضعېت په خرابولو سره د کانونو غیرقانوني کېندلو ته لاره هواره کړي.