fbpx

ستانکزی: د بين الافغاني ناستې د پرېکړو عملي کول ممکن نه دي

خبریال وېبپاڼه / ۹ جولای ۲۰۱۹ ـ د قطر د بین الافغاني ناستې ګډونوالو په پای کې یو پرېکړه لیک صادر کړ چې په پراخه توګه یې هرکلی وشو، خو په یاده ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې دا رسمي بين الافغاني مذاکرات نه و، ځکه د پرېکړو عملي کول يې ډېر ممکن نه دي.

ستانکزی زیاتوي، په دې کنفرانس کې هر چا خپل شخصي اندېښنې او نظرونه شریک کړل او خپور کړی پرېکړه لیک یې هغه فیصله نه ده چې عمل پرې وشي، خو دی زیاتوي، دا ډول پرېکړه لیک به هغه وخت عملي کېږي چې رسمي مذاکرات وشي او بیا توافق وکړي.

د طالب پلاوي مشر داسې مهال د بین الافغاني ناستې له پرېکړو  په شا کېږي چې یاده ډله رسمي مذاکراتو ته هم تن نه ږدي او په ځلونو یې له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی.

په بین الافغاني ناسته کې چې د جولای په ۷ او ۸ په دوحه کې د طالبانو او افغان سیاستوالو په ګډون وشوه، په پای کې یې یوه پرېکړه لیک صادر شو چې په کې په بین الافغاني مذاکراتو او د روانې ستونزې په حل ټینګار شوی و.

په پرېکړه لیک کې راغلي و چې د جګړې په اوږدېدلو سره هره ورځ افغانان متضرر کیږي؛ نو سولې او موثرو بین الافغاني مذاکراتو ته د زمینه سازۍ لپاره باید د جګړې ښکیل اړخونه د ګواښونو، انتقامي تهدیدونو او جګړه ییزو ادبیاتو پر ځای په خپلو رسمي بیانونو کې له نرمې ژبې کار واخلي، همدا ډول سپین ږیري، معلول او ناروغ بندیان به بې قید او شرطه ازادېږي، د هېواد په ټولو سیمو کې به د عام المنفعه بنسټونو لکه د دیني او مذهبي مرکزونو، روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونو او کارځایونو امنیت به تضمین کېږي، د تعلیمي بنسټونو لکه ښوونځیو، مدرسو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو حریم ته به درناوی کېږي او د ملکي خلکو د عزت، ژوند، مال او کورونو ساتنې ته ژمنتیا، او ملکي تلفات به د صفر کچې ته راښکته کېږي.

په دې پرېکړه لیک کې همدا راز ویل شوي و چې د قطر د بین الافغاني کنفرانس ګډونوال به د سولې د بستر جوړولو په خاطر هڅې کوي او له نورو هېوادونو او بنسټونو یې هم غوښته کړې وه چې د دې کنفرانس پرېکړې تائید او ملاتړ یې وکړي، خو اوس خپله طالبان له دې پرېکړې په شا شوي دي.

سیاسي شنونکي وايي، طالب مرکچیان د مسلې د حل پر ځای د افغانستان د سولې پروسه پیچلې کوي، ځکه په ډېرو مواردو کې داسې کړنې ترسره کوي چې د سولې پروسه یې له ناهیلیو سره مخ کړې ده.