fbpx

په يوه وخت کې له ډېرو سړو سره مينه کولى شو

خبريال وېبپاڼه \ ٩ جولايي ٢٠١٩: د هندي فلمونو بېباکه فلمي ستورې راديکا اپټى په خبرو کې هم تل بېباکه وي او هېڅ خبره په زړه کې پټه نه ساتي، هغه تل د خپلو بېباکه خبرو له امله له سختو نيوکو سره هم مخ کېږي. تازه راديکا اپټى په يوه مرکه کې ويلي دي، چې په يوه وخت کې له څو نارينو سره اړيکې ساتل يا مينه کول د هغې په نزد بده خبره نه ده، بلکې هغه د دې کار په حق کې ولاړه ده.

دا خبره راديکا اپټى د نيها دوپيا په خپرونه کې وکړې، چې په دغه خپرونه کې يې له ايوشمان کهرانه سره يو ځاى ګډون کړى و.

د خپرونې پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې راديکا اپټى وويل، موږ په ژوند کې له ډېرو خلکو سره وينو او ډېر کسان زموږ له بېلا بېلو لاملو له امله خوښېږي، د چا شخصيت زموږ خوښ شي، نو د چا بدني کشش مو ځان ته راکاږي، نو زه فکر کوم چې دا ښه خبره ده.راديکا اپټى ٢

هغې زياته کړه، چې په يوه وخت له ډېرو سړو سره په مينه کولو زه يقين ساتم، خو دا مينه به بل ډول وي، لکه څنګه چې زه له اداکارۍ او نڅا سره مينه لرم، نو داسې زه له دوه کسانو سره هم په يوه وخت مينه کولاى شم، په داسې کولو زه ځان ته جزا نه ورکوم.

په يو وخت کې له يو کس سره د جنسي اړيکو درلودو په اړه راديکا اپټى وويل، چې دا داسې کار دى چې بايد پرېکړه يې په خپله خوښه وشي، په دې کې زور زياتى نه دى پکار، زه هره ورځ دا ټاکم، سهار چې پاڅېږم وايم چې له دې کس سره به زه خپل ژوند تېروم.راديکا اپټى ٣

راديکا اپټى ځان خوشبخته ګڼي چې د برېتانوي موسيقار بينډکټ ټيلر سره يې واده کړى دى. د يادونې وړ ده چې له دې مخکې نوموړې په يوه مرکه کې ويلي و، چې هغه او خاوند يې د کار له امله له يو بل څخه جدا دي، خو بيا هم هره مياشت هغه د خپل خاوند سره د وخت تېرولو لپاره لندن ته ځي.

د دغه مرکې پر مهال راديکا اپټى د فلمي ستوري تشار کپور سره د يارانې په اړه هم وويل، چې په دغه خبرونو کې هېڅ صداقت نشته او دا هر څه درواغ دي. د يادونې وړ ده چې له ډېرو سړو سره په يوه وخت د اړيکو يا مينې کولو په خبره په ټولنيزو رسنيو په راديکا اپټى سختې نيوکې شوي دي.راديکا اپټى ٤