fbpx

برېتانيې افغانستان ته د تاريخي اثارو بېرته ورکولو اعلان کړى

خبريال وېبپاڼه \ ٩ جولايي ٢٠١٩: برېتانيې هېواد افغانستان ته د هغه پخوانيو تاريخي اثارو د بېرته ورکولو اعلان کړى دى، چې وخت نا وخت له قاچاقي او نورو لارو څخه برېتانيه ته وړل شوي او هلته د برېتانوي سرحدي پوليسو لاس ته ورغلي دي، چې اوس مهال په برټش ميوزيم کې پراته دي.

افغانستان کې د کورني جنګونو پر مهال د افغانستان ټول تاريخي اثار لوټ شول، ټولې ودانۍ ورانې شوې، ښارونه ړنګ شول، دولتي ادارې او دولتي سيسټم هر څه له منځه لاړل، هماغه وخت کې د افغانستان ميوزيم او نور ټول تاريخي اثار لوټ شول او ډېرى يې پاکستان ته قاچاق او هلته د کباړ په بيه باندې په بازارونو کې خرڅ شول.

په دې کې داسې ډېر اثار هم و چې ځينو خلکو ګران واخيستل او ډېرى يې بيا نورو هېوادونو ته هم خلکو قاچاق کړل، چې د افغانستان د نوې ادارې منځ ته راتګ نه وروسته يو شمېر خلکو هغه تاريخي اثار افغانستان ته بېرته حواله کړل، چې هغوى په بازارونو کې اخيستي او له ځان سره ساتلي و.

خو په کورني جنګونو کې افغانستان خپل ډېر تاريخي اثار له لاسه ورکړل، چې ډېرى يې د بېلا بېلو هېوادونو د ميوزيمونو ښکلا جوړه شوه، خو اوس برېتانيه اعلان کړى دى چې د افغانستان کوم تاريخي او نادره اثار له هغوى سره پراته دي، هغه به بېرته افغانستان ته ورکړي.

د برټش ميوزيم مشر هارټ وګ فسچر ويلي دي چې دا کار اوس له مخکې ډېر ضروري دى، چې موږ عراق او افغانستان ته د هغوى تاريخي او نادره اثار بېرته ورکړو.

د افغانستان په دغه تاريخي اثارو کې د ګندهارا د دور مجسمې شاملې دي، چې په ٢٠٠٢ کال کې په غېر قانوني ډول برېتانيه ته وړل شوې وې او هلته د پوليسو لاس ته ورغلې وې.

همدا راز عراق ته چې کوم تاريخي اثار ورکول کېږي، په هغې کې د بېن النهرين د دور خطونه او نور ډېر شيان شامل دي، چې په ٢٠٠٣ کال کې موندل شوي و.

د برټش ميوزيم مشر وايي، چې دوى په دې لړ کې کار پيل کړى دى چې دا هر څه افغانستان او عراق ته ورکړي. هغه وايي دا تاريخي اثار ډېر په زړه پورې دي.

له پاکستانه برېتانيه ته دوه کرېټونه قاچاق کېدل، چې کله هغه پوليسو وکتل نو په هغه کې ډېرې مجسمې وې، چې پوليسو ونيولو او اوس د برټش په ميوزيم کې پراته دي. دوى وايي چې د دې افغانستان ته بېرته ورکولو نه مخکې به دوى د افغانستان په اجازه دا اثار نندارې ته هم وړاندې کړي.

Loading...