fbpx

زما پلار، زما د ارمانونو قاتل!

خبريال وېبپاڼه \ ٩ جولايي ٢٠١٩: زموږ ټولنه کې او خاص کر په پښتون مېشتو سیمو کې د نجونو زده کړې ډېر معمول نه دي، که په خپلو لوڼو او خویندو زده کړې کوي نو تر ٦-٧ ټولګي پورې یې پرې کوي، یا که تر دولسم پرې زده کړې کوي نو لوړو زده کړو ته اجازه نه ورکوي او که لوړو زده کړو ته اجازه ورکوي نو کورنۍ یې پرې خپله خوښه تحمیلوي او نجلۍ هم اړه ده چې د کورنۍ په خوښه مسلک کې لوړې زده کړې وکړي.

د لومړۍ خبرې په اړه وایم، د لومړۍ خبرې په څېر مې په خپلو سترګو داسې پېښې لیدلي چې زموږ یو څو ټولګیوالې په اتم ټولګي کې په کور کېناستلې.

کله چې ما په ٥م ټولګي کې خپل نوي ښوونځي ته تبدیلي وکړه، نو زموږ د ټولګي دویم نمره په قوم کوچۍ وه، په خپل قوم کې لومړنۍ نجلۍ وه چې ښوونځی یې لوست، خو لا هم د ډېرو ننګونو سره مخ وه، مګر تل په خپلو درسونو کې هڅانده او بااستعداده زده کوونکې وه، تل به درجه کې راتله اول یا دویم، د ٧م ټولګي ښوونیز کال مو چې پیل کړ، تل به یې شکایت کاوه چې کورنۍ یې د نورو زده کړو مخه نیسي، د اتم ټولګي په ښوونیز کال کې یې د انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز کې هم په زده کړو پیل وکړ، موږ ټول خوښ و، چې د انګلیسي ژبې د زده کړې اجازه یې ورکړې نو دولسم او له دولسم ور ها خوا به د نورو زده کړو اجازه هم ورکوي.

ما ترې وپوښتل ښاپېرۍ د کمپیوټر درسونه هم وایې که!؟ ویل نه! پلار اوس همدومره اجازه راکړې خو راتلونکې کې به یې قانع کړم چې نوره اجازه هم راکړي، پر سبا ورځ نجلۍ ښوونځي ته رانغله، همداسې څو ورځې تېرې شوې، چې خبر شو، پلار یې له ښوونځي منع کړې وه، زموږ ټولې ټولګیوالې یې کورنۍ ته عذر و زارۍ لپاره لاړې چې ښاپېرۍ ته د پاتې زده کړو اجازه ترې واخلي، خو پلار یې نه قانع کېده او د ښاپیرۍ اوښکو ته پر کتو یې ویل که له ژړا مړه هم شي نه یې پرېږدم،  نور به را نه له کور بهر یو قدم هم کېنږدي، ښاپېرۍ له هغې څو ورځې وروسته موږ ته لیک راواستاوه، په کې لیکلې و، تر ټولو لویه هیله مې تاسې سره په ګډه د ښوونځي د دورې پای ته رسول و، خو زما پلار، زما د ټولو ارمانونو قاتل شو.

هغې د ډېرو وړتیاوو سره سره چې لرلې یې یوه تکړه شاعره هم وه، اوس به یې پر خپل مات ژوند څومره لویه شاعري کړي وي.

هغه به لا هم د لاس پر ګوتو کالونه شمیري چې ټولګیوالې به یې بل کال له ښوونځي فارغیږي.

د هغې پلار، د هغې د ارمانونو قاتل!

ليکواله : امنه خان عزيزي

Loading...