fbpx

مشعل د خپل تېر فساد پټولو لپاره نوې دسيسې جوړوي

خبريال وېبپاڼه \ ٩ جولايي ٢٠١٩: کله چې عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ چيرمېن و، نو په کرکټ بورډ کې يې د پراخ فساد زمينه مساعده کړې وه، چې نه يوازې عاطف مشعل پکې خپل جېبونه ډک کړل، بلکې د هغه ټول ټيم د کرکټ بورډ نه خپل شخصي شرکت جوړ کړى و او څه چې يې غوښتل، هغه يې کول.

هغه مهال موږ په خبريال ډاټ کام کې په دې اړه څو ليکنې خپرې کړې وې، چې دوى له کرکټ بورډ څخه شخصي او سياسي اداره جوړه کړې ده، چې هر چرته يې پکې خپل خپلوان، ملګري دوستان او سياسي ياران روان کړي وي او ټول مصارف يې د کرکټ بورډ له بوديجې ورکول کېږي، خو خېر، عاطف مشعل له کرکټ بورډ څخه ليرې شو، خبره خو دا وه چې بايد دا کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي واى او ورسره د فساد حساب شوى واى، عاطف مشعل ولسمشر غني په اسلام اباد کې د افغانستان سفير کړ او نور ټيم يې هم په مزو چرچو کې ګرځي.

دا هم ولولئ: ولسمشره! په عاطف مشعل دې سفارت او کرکټ دواړه تباه کړل

عاطف مشعل ته ولسمشر غني ډېره مهمه دنده وسپارله، په داسې نازکو حالاتو کې چې عاطف مشعل په پاکستان کې افغان سفير وټاکل شو، نو هغه له ځان سره له کابله د هلکانو ډله بوتلله، هلته يې ټول خپل هلکان ځاى کړل او له هغه وروسته يې له هماغه ځايه په کرکټ بورډ کې لاسوهنې پيل کړې.

خبره تر دې ځايه راورسېده چې اخر يې هم ځان د کرکټ بورډ غړى وټاکه او اوس يې د پاکستان سفارت خپلو هلکانو ته پرېښى او په خپله په کابل کې ناست د کرکټ بورډ په اړه دسيسې جوړوي، هغه سره همدا ويره ده که له دې هر څه يې ځان غافله کړ، نو به يې فساد ولس ته ښکاره شي.

دا هم ولولئ: د کرکټ بورډ له چارواکو سره د يوې نارسمي ناستې بشپړ راپور

همدا راز هغه په کرکټ بورډ کې خپله ډله جوړه کړې وه او د دې لپاره يې هم نه غوښتل چې د هغه ډله خرابه شي، اوس په دې هڅه کې دى چې د کرکټ بورډ په مهمو ځايونو کې خپل کسان مقرر کړي او همدا راز د ملي لوبډلې ټاکل هم د ده په خوښه وشي.

کرکټ بورډ اته غړي لري، خو تر ټولو زيات فعال پکې عاطف مشعل دى، ويل کېږي چې هغه اوس په کرکټ بورډ کې هغه کسان غواړي، چې د ده خوښ نه دي او اخطارونه ورته ورکوي چې څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي، دا په داسې حال کې دا کار کوي چې د ولسمشر غني سلاکار ضيا الحق امرخېل هم ورسره وي.

دا هم ولولئ: مشعل صېب! ميشن دې پوره شو؟

ضيا الحق امرخېل هم بايد ياد ولري، چې که د مشعل سره په ګډه يې د افغانستان کرکټ همداسې له تباهۍ سره روان وساته، نو مشعل خو به هېڅ کله هم ولس ونه بښي، ضيا الحق امرخېل به هم دې ولس ته د بخښلو وړ نه وي، ځکه دا هر څه د هغه د سترګو وړاندې کېږي او هغه ورته غلى ناست دى.

موږ ډېر مخکې هم دا خبره څو څو ځل تکرار کړې وه، چې عاطف مشعل بايد وپوښتل شي، ځکه هغه چې کله د کرکټ بورډ چيرمېن و هم له پاکستان سره يې ډېرې نږدې اړيکې درلودې، اوس چې په پاکستان کې افغان سفير دى نو ټوله مياشت په کابل کې تېروي، څه خو شته چې ارګ پرې سترګې پټې کړي او دې سړي ته يې خلاص مټ اجازه ورکړې ده.

دا هم ولولئ: د عاطف مشعل يوه بله بربنډه غلا

ولسمشره! ولس څه په ګرانه او مبارزو دا سړى له کرکټ بورډ ليرې کړ او کرکټ بورډ يې له ده څخه وژغوره، اوس تا بېرته دا سړى راوست او کرکټ بورډ کې دې دسيسو ته ورپرېښوده، که دې دا سړى له سفارت او کرکټ بورډ ليرې نه کړ، نو ولس ته به يې ځواب په خپله ورکوې.

د يادونې وړ دا هم ده چې له عاطف مشعل سره په دې دسيسو کې د کرکټ بورډ ځينې غړي، ځينې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او ځينې هغه کسان چې اوس په کرکټ بورډ کې نشته دى، له مشعل سره دا دسيسې جوړوي. پکار خو دا وه چې مشعل او د ده ټيم په وخت څارنوالۍ ته معرفي شوى واى، خو اوس ټول خلاصې تڼۍ ګرځي.

ليکوال : بريالى زمرى

Loading...