fbpx

علي وزیر او محسن داوړ یو ځل بیا محکمې ته نه دي وړاندې شوي

خبریال وېبپاڼه / ۹ جولای ۲۰۱۹- د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ نن یو ځل بیا محکمې ته نه دې وړاندې شوې او محکمې ته یې د وړاندې کولو نېټه د جولای ۱۸ مې ته غځول شوې ده.

علي وزیر او محسن داوړ د مۍ پر شپږ ویشتمه نېټه د خړ کمر د پېښې او پر پاکستاني پوځیانو د یوې چاودنې په تور نیول شوي دي او لاهم محسن داوړ او علي وزیر په پاکستاني زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي.

پاکستاني پوځ ادعا کړې چې د روژې په وروستیو کې محسن داوړ او علي وزیر د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په یوې پوستې برید کړی وو چې په نتیجه کې پنځه پوځیان وژل شوي وو، خو محسن داوړ او علي وزیر دا ادعاوې بې بنسټه بللې وې.

محسن داوړ او علي وزیر هغه وخت پوځ ته په ځواب کې ویلي وو، چې ګواکې په پولیسو دوی برید نه دی کړی ،بلکې د پي ټي ایم په احتجاجي کاروان پاکستاني پوځیانو مرګونی برید کړی وو چې په نتیجه کې د پي ټي ایم ۱۳ تنه غړي شهیدان او تر ۴۵ پورې نور غړي یې ټپیان شوي وو.

له دغې برید وروسته د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پوځيانو په یوموټر هم چاودنه شوې وه، چې په پایله کې درې پاکستاني پوځیان هلاک شوي وو او د یادې چاودنې تور هم پاکستاني ریاست په علي وزیر او محسن داوړ لګولی و، خو هغه وخت منظور پښتین دا ادعاوې بې بنسټه وبللې او ویلي وو، علي وزیر او داوړ د دغې چاودنې پر مهال په زندان کې وو.

پاکستاني چارواکي وایې چې نن د جولای په نهمه نېټه د بنو په محکمه کې د محسن داوړ او د علي وزیر د قضیې اورېدلو وخت راغلی وو،خو پولیسو محسن داوړ او علي وزیر یو ځل بیا محکمې ته وړاندې نکړل.

علي وزیر او محسن داوړ اوس مهال د پېښور د مرکزي زندان څخه هري پور زندان ته لېږدول شوي دي. دغه راز محسن داوړ او علي وزیر ته محکمې په زندان کې د راډیو اورېدلو او د کتابونو لوستلو اجازت هم ورکړې وه، خو په دغې زندان کې شته پولیسو تر اوسه د کتاب لوستلو اجازت نه ده ورکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ورو ویلي چې د پېښور مرکزي زندان څخه دوړاه بندیان د هري پور زندان ته لېږدول شوي دي. چې د یوې اونۍ هڅو وروسته هم ورسره نه دی مخامخ شوی.

په ورته وخت کې د څو اونیو راهیسې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو پر وړاندې پاکستاني پوځیانو سخت اقدامات پیل کړي دي دوی وخت،ناوخت په پېښور او په شمالي وزیرستان کې د( پي ټي ایم ) مخکښ غړي وار په وار سره نیسي او تر زندانه یې رسوي.

بلخوا د پي ټي ایم مشر منظور پښتین په وروستۍ مرکه کې ویلي وو د ملګرو حوصلې يې لوړې دي د زندانونو څخه نه ويريږي او خپله مبارزه به دوامداره جاري ساتي نوموړی وایې حوصلې يې لکه د غره دومره لوړې شوي
دي هیڅ اثر یې پرې نه دی کړی.

منظور پښتین څو ورځې وړاندې هم ویلي وو هغه خلک چې وایې پي ټي ایم کمزوری شوی دی، نو د هغوی په زړونو کې به دا ارمان همداسې تش پاتې شي ځکه چې پي ټی ایم په هېڅ صورت کې ماته نه مني.

منظور پښتین وویل؛ پي ټي ایم به د جنګ، ظلم او زیاتي پر وړاندې د ریاست پر ضد تل مزاحمت کوي. او د امن سولې لپاره به هلې ځلې کوي ،نه د زور زیاتي لپاره او هیڅوک یې نشي ماتولوی.

د یادلو ده د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې یوازینۍ زړوره ډله ده چې د پښتنو لپاره یې هر اړخیزه مبارزه پیل کړې ده. دوی د پاکستاني پوځ د ظلمونو، د پوځ له خوا د ترهګرو د روزلو او د پښتنو پر کورونو او بازارانو د پوځیانو د بمونو د غورځولو خلاف ناره پورته کړې ده.