fbpx

ارګ د دوحې بین الافغاني ناستې د اعلامیې هرکلی کړی

خبریال وېبپاڼه / ۹ جولای ۲۰۱۹ – نن افغان حکومت د سولې په اړه د قطر د بین الافغاني غونډې د خپرې شوې اعلامیې هرکلی کړی دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي د سولې په اړه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو په پایله کې پیل شوې خبرې مثبت لور ته روانې دي.

صدیقي وایې افغان حکوکت په دوحه کې د جوړې شوې غونډې د ګډونوالو څخه مننه کوي چې په هېواد کې د روانې جګړې، د تلپاتې سولې، د سیاسي او ټولنیز عدالت، د خلکو د اساسي حقوقو د خوندیتوب، ملي وحدت او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه یې خپل نظرونه له طالبانو سره شریک کړل.

صدیقي په دغې ګډې اعلامیې کې د اسلامي نظام ټکي ته په اشارې وویل چې د افغانستان نظام د تاریخ په اوږدو کې اسلامي نظام بلل شوی وو او د افغانستان د اساسي قانون په اساس اسلامي دی او اسلامي به

د سیاسیونو پر وینا د دوحې بین الافغاني ناسته د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو یوه هڅه وه چې وشوه.

جرمني او قطري چارواکي بیا وایې یوازې افغانان خپل برخلیک ټاکلی شي او دغې ناستې هغه فرصتونه او لارې چارې په ډاګه کړي چې د مخامخ خبرو په برخه کې مرسته کولی شوه.

د طالب استازو سره بین الافغاني ناسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه چې له افغانستان څخه د سولې عالي شورا غړي، د مدني ټولنې او ښځو استازي، پخواني چارواکي او د یوشمېر سیاسي ګوندونو استازي ورغلي وو.

په دې ناسته کې د افغان حکومت په استازیتوب هیچا هم ګډون ونکړ خو یوازې هر ګډونکوونکی د یو فرد په توګه د د سولې په تړاو خپل نظرونه سره تبادله کړل.